د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانيخېلو جرګه وايي د حکومت له خوا د تړون نه عملي کولو په صورت کې احتجاج پیلوي


د جانخېلو اوسېدونکيو په ۲۰۲۱ز کال کې دوه واره د ناامنيو پرضد پرلت وهلی وو.
د جانخېلو اوسېدونکيو په ۲۰۲۱ز کال کې دوه واره د ناامنيو پرضد پرلت وهلی وو.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جانیخېلو جرګې دعوه کړې چې حکومت ورسره په کړي تړون لا عمل نه دی کړی.

د جانيخېلو مشرانو د نومبر پر ۲۷مه نېټه په جرګه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې د دوی د پرلت په نتیجه کې ورسره تړون کړی وو چې هلته به امن پر ځای کوي، ترقیاتي کارونه به کوي او پر قبایلي مشرانو جوړې شوې مقدمې به ختموي.

د جرګې یو ګډونوال ریحان پښتین د نومبر پر ۲۷مه نېټه مشال راډیو سره په خبرو کې دعوی وکړه چې صوبايي حکومت تر اوسه پورې په دې کې یوه ژمنه هم پوره کړې نه ده.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د جانیخېلو له پرلتوالو سره تړون لاسليکوي. د ۲۰۲۱ز کال د مارچ ۲۹مې انځور
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د جانیخېلو له پرلتوالو سره تړون لاسليکوي. د ۲۰۲۱ز کال د مارچ ۲۹مې انځور

هغه زیاته کړه:"زموږ چې کوم تړونونه شوي وو، د هغه لپاره موږ یو نیم، دوه کاله انتظار وکړ خو دوی زموږ دا غوښتنې سنجیده وانه خیستې، جرګې یوه اونۍ وخت ورکړ چې که په دې اړه غور ونه شو نو په جانیخېلو کې به راتلونکې اوونۍ له سرکاري سکولونو، دفترونو او پولیو واکسين څخه بایکاټ کوو."

د بنو یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، حکومت په جانیخېلو کې د دوه اربه روپيو لګولو پر لارو چارو لګیا دی. نوموړي زیاته کړه چې د مقدمو په اړه خبرې روانې دي او د ختمولو لپاره پر قانوني لارو چارو غور روان دی.

جانیخېلو اوسېدونکيو د ۲۰۲۱ز کال په مارچ میاشت کې ۸ ورځې او په جون کې يې ۲۸ ورځې د خپلو غوښتنو لپاره پرلتونه وهلي وو چې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر محمود خان لخوا تر ليکلي تړون وروسته ختم شو.

د جانیخېلو امن تړون

د جانیخېلو او حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر ۲۸مه په شوي تړون کې ځینې مهمې خبرې لاندې دي.

  • په سیمه کې د امنیت پرځای کول
  • په سیمه کې یوشمېر پرمختیايي کارونه کول
  • د وژل شویو ځوانانو لپاره عدالتي پلټنې
  • پر احتجاج کوونکو جوړې شوې مقدمې او اېف ای ارونه ختمول
  • جبري ورک کسان خوشې کول
  • که پر کوم تن څه جرم وي، هغه عدالت ته وړاندې کول
  • په سیمه کې د هدفي بریدونو مخنیوی کول
XS
SM
MD
LG