د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېلو په خپله سیمه کې د امنیت د غوښتو لپاره لاریون وکړ


د جاني خېلو خلکو تر دې وړاندې هم څو څو وارې د مظاهرو او پرلتونو له لارې له حکومته د امنیت د ټینګولو غوښتنه کړېده.
د جاني خېلو خلکو تر دې وړاندې هم څو څو وارې د مظاهرو او پرلتونو له لارې له حکومته د امنیت د ټینګولو غوښتنه کړېده.

د بنو په جانيخیلو کې د امن لپاره لاریون شوی او خلکو له حکومته غوښتي چې هلته دې د وسلوالو بيا فعالېدو مخه ونيسي.

نن (د ډيسمبر په درېیمه ) په ترسره شوي دې لاریون کې د جانيخېلو مشرانو، ځوانانو او د سکولونو زده کونکو ګډون وکړ. دوی وايي، په سیمه کې هدفي بريدونه روان دي او وسله وال ازاد ګرځي. د لاریون یو ګډون وال لطیف وزیر مشال ریډیو ته وویل چې د سيمې خلکو د څه باندې يو کال راهيسې لاريونونه او پرلتونه وکړل خو حکومت دغلته د امنيت پرځای کولو او پرمختيايي پروژو ترسره کولو ژمنې تر دې دمه پوره نه کړې.

نوموړی وايي: "په جانېخېلو کې مو نن کاربندیز، لاریون او هړتال وکړ. په دې احتجاج کې ګڼو خلکو برخه واخیسته. په دوی کې مشران، ځوانان او د سکولونو زده کوونکي هم شامل وو."

د جانيخېلو خلکو تر دې وړاندې هم څو څو وارې د مظاهرو او پرلتونو له لارې له حکومته د امنیت د ټینګولو غوښتنه کړېده.
د جانيخېلو خلکو تر دې وړاندې هم څو څو وارې د مظاهرو او پرلتونو له لارې له حکومته د امنیت د ټینګولو غوښتنه کړېده.

د لاریون یو بل ګډونوال او د جانېخېلو یو مشر ډاکټر نور محمد مشال راډیو ته وویل، هغوی له حکومته د امن غوښتنه کوي او حکومت له پکار دي چې غوښتنه یې په سنجیدګۍ واوري او عمل پرې وکړي.

نوموړی وايي: "د لاریون مقصدد امن غوښتنه وه، موږ د امن د غوښتو لپاره په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي. حکومت وعده وکړي خو وفا پرې نه کوي. موږ ته تېر کال وزیر اعلا محمود خان په سټامپ پيپر لیکلي راکړل چې د نا امنۍ مخه به نیسي او امن به پر ځای کوي خو درېغه چې داسې ونه شول."

نوموړي دا هم وویل چې حکومت ورسره دا ژمنه هم کړې وه چې د هغوی په سیمه کې به ډګري او ټیکنیکل کالجونه هم جوړوي خو هغه هم نه دي جوړ شوي.

جاني خیلو د نومبر په ۲۸مه او ۲۰مه هم د امنيت د ټينګښت لپاره جرګه او لاریون کړی وو. د یادې سيمې خلکو تیر کال په مارچ او جون میاشتو کې د هدفي وژنو ضد پرلتونه وروسته له هغې ختم کړل چې حکومت ورسره ژمنه وکړه چې په دغه سيمه کې به د هدفي بريدونو مخه نيسي او د پرمختګ کارونه به شورو کوي.

په بنو کې ځيني انتظامي او امنیتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط تېره ورځ مشال رېډيو ته وويل چې په سيمه کې د وسله والو د مخنيوي لپاره يې ځانګړي عمليات پېل کړي دي. دوی وايي، د جانيخېلو د ترقیاتي چارو لپاره حکومت دوه اربه روپۍ هم منظورې کړې دي چې عملي کارونه یې هم پیل شوي دي.

په دې وروستیو کې د جانيخېلو ترڅنګ د لکي مروت، د جنوبي او شمالي وزیرستان د ځینو نورو سیمو او همدا رنګه د خیبر پښتونخوا د نورو علاقو خلکو هم په خپلو سیمو کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG