د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د جرايمو د مخنيوي لپاره د پولیسو ځانګړي ځواک کار پیل کړ


د پولیسو مشر فرحان خان وايي، دا ځانګړی ځواک به د امنیت ساتنه کوي.
د پولیسو مشر فرحان خان وايي، دا ځانګړی ځواک به د امنیت ساتنه کوي.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د نومبر پر ۲۵مه د پولیسو د یو ځانګړي ځواک "ایګل سکواډ"پرانیسته وشوه.

د سیمې د پولیسو مشر فرحان خان د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې د دې ځواک جوړولو مقصد د بیلا بیلو جرمونو لکه هدفي وژنو، غلا، د برمته نیونې او د نورو هغو مخنیوی کول او ولس ته په سمدستي توګه مرسته رسول دي.

نوموړي زیاته کړه: "دوی پر وخت خپله کنټرول خونه هم خبرولی شي او خپله دفاع هم کولای شي. خدای دې نه کړي که څه ایمرجنسي وي نو دوی به متحرک وي، له تاڼې نه به ووځي او د پېښې ځای ته به ځانونه رسوي. که دوی هلته داسې مشکوک څه وويني خو خپله هم کارروايي کولی شي او په میرلي کې ایلیټ ځواکونه هم خبرولی شي."

فرحان خان او په سیمه کې د پوځ مشر میجر جنرال محمد نعیم اختر مشال ریډیو ته وویل چې د میرلي وروسته به په نږدې ورځو کې دغه ځواک میرامشا او وروسته به دته خېلو، شوه او نورو سیمو ته هم وغځول شي.

دا ځانګړی ځواک په داسې حال کې جوړېږي چې په دې ورستیو کې د شمالي وزیرستان اوسېدونکو په بیا بیا له حکومته او ځايي انتظامیې نه غوښتنې کړي چې د هدفي وژنو او بې امنۍ د پیل شوې لړۍ مخنیوي لپاره دې اقدامات وکړي او د ولس ژوند خوندیتوب باوري کړي.

روان کال په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونو کې خواوشا ۶۰ مشران، ځايي سیاستوالان، ځايي اوسېدونکي او امنیتي سرتېرې وژل شوي دي.

حکومت وايي په سیمه کې یې د وسله والو خلاف کارروایانې روانې دي او د بې امنۍ ضد ګامونه پورته کوي.د پولیسو دې ځانګړي ځواک په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په ځینو نورو سیمو کې هم فعالیت پیل کړی دی.

په روانه میاشت کې د خيبر پښتونخوا په سوات کې د امنیت ټینګولو لپاره د "ابابیل ځواک" په نوم د پوليسو ځانګړي سرتېري په کار وګومارل شول.

د سوات د پولیسو یو مشر اېس اېس پي ارشد خان د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو نوي ځواک سرتېرو ته یې ځانګړې روزنه ورکړې او هغوی به د پېښو پر مهال چټک غبرګون ښيي او پر موټرسایکلونو به د پېښې ځای ته ځانونه رسوي. نوموړي زياته کړه، په سوات کې "امنیت یو ځل بیا ټینګ" شوی او د لا ښه کېدو لپاره به یې د پولیسو هغه نوې ډلګۍ خپل خدمات وړاندې کوي.

په سوات کې د "ابابیل ځواک" مشر نیاز علي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، تر دا مهاله د پولیسو ۳۰ هغه سرتېري په هغه ځواک کې شامل دي چې کارکردګي یې "تر ټولو ښه" ده.

دا تر هغې وروسته ده چې په تېرو څو میاشتو کې له سواته داسې راپورونه راغلي ول چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان یو وار بیا سر پورته کړی دی.

د اتمانزو جرګی او حکومت ترمینځ د مذاکراتو بنیادي نکتی څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:01 0:00

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر عید رحمان وزیر وايي، هغوی خوشاله دي چې حکومت په سیمه کې د امنیت د ټینګولو په خاطر دا ځانګړی ځواک په کار ګمارلی دی. هغه وايي، دغه ځواک ته دې واک ورکړل شي او پیاوړی دې شي څو د خلکو د سر او مال ساتنه وشي.

د شمالي وزیرستان یو بل اوسیدونکی جمال داوړ چې د ملي جمهوري غورځنګ صوبايي ویاند هم دی، مشال راډیو ته یې وویل، د صوبې د نورو سیمو پرتله په شمالي وزیرستان کې پولیس کم اختیارات لري نو دوی هیلمن دي چې نوي ځواک ته به پوره اختیارات ورکړل شي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشران وايي، په لومړي سر کې به د پولیسو دا ځانګړې ډلګۍ په میرلي او میرامشا کې فعالیت پیلوي ځکه چې دم ګړۍ ته هلته حالات خراب دي خو بیا وروسته به د یادې قبایلي ضلعې نورو سیمو ته هم دوی واستول شي.

XS
SM
MD
LG