د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا یوشمېر برخو کې په ۲ پړاوونو کې د پولیو واکسیني کیمپېن کېږي


په پاکستان کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام اداره وايي، په دوو پړاوونو کې د صوبې په ډېریو برخو کې د څاڅکو واکسیني کیمپېن پیلوي.

هغې ادارې د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې ویلي دي چې روغتیايي کارکوونکي به د نومبر له ۲۸مې څخه په لومړي پینځه ورځني کیمپېن کې په شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۵۶۶،۰۰۰ ماشومان واکسینوي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په پاکستان کې د پوليو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان دی.

په ۲۰۲۰ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۲ پېښې ثبت شوې وې خو په ۲۰۲۱ز کال کې پکې د پوليو هېڅ پېښه نه وه رېکارډ شوې البته هغه کال د هېواد یوازینۍ مثبته پېښه د بلوچستان په کلا عبدالله کې ثبت شوې وه.

روغتیايي چارواکو سږ کال زیاتېدونکو پېښو ته په کتو په خیبر پښتونخوا کې یوشمېر بیړني واکسیني کیمپنونه وکړل. له دې پرته د پاکستان حکومت د ټول هېواد پر کچ هم واکسیني کیمپېنونه کړي دي.

د پولیو کنټرولولو اداره وايي، د ډېسېمبر له پینځمې څخه په پیلېدونکي دویم پينځه ورځني کیمپېن کې به د پېښور، خیر، نوښار، مومندو، باجوړ، سوات، جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان لکونه ماشومان واکسینېږي.

د شمالي وزیرستان د روغتیا ادارې مشر ډاکتر وزیر خان د نومبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په هغه ضلع کې لسګونه روغتیايي ډلې به کور په کور ګرځي چې ماشومانو ته واکسیني څاڅکي ورکړي.

ده په دې برخه کې له ولسه د همکاري غوښتنه وکړه او و یې ویل چې "خپل ماشومان له څاڅکو پاتې نه کړي. که کوم ځای ته ټیم و نه رسېد نو [خلک دې] له موږ سره رابطه وکړي چې ځانګړی ټیم ورشي."

ډاکتر وزیر خان وویل، ضلعي انتظامیې د روغتیايي ډلو ساتنې لپاره پولیس سرتېري ګومارلي دي.

ده زیاته کړه چې له پولیو څخه د ځان ساتنې یوازینۍ لاره په هر کیمپېن کې د ماشومانو واکسینول دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس موجود دی. دواړه هېوادونه له کلونو راهیسې د ناروغۍ د ختمولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG