د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښان نيولي دي


په نيول شویو کې حاجي عبدالصمد هم دی چې په دې تصوير کې له ښې اړخه لومړۍ کس دی. پخوانی انځور
په نيول شویو کې حاجي عبدالصمد هم دی چې په دې تصوير کې له ښې اړخه لومړۍ کس دی. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا بنو پولیس وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه ځايي مشران یې نيولي دي.

د پولیسو لخوا د ډېسېمبر پر پينځمه مشال راډيو ته د ورکړل شویو معلوماتو تر مخې، حاجي عبدالصمد او ګران وزير يې "د رياست ضد د خلکو پارونې" او په جلسو کې د "امنيتي ځواکونو ضد د ویناګانو" کولو په تور نيولي دي.

د غورځنګ مشر منظور پشتين د ډېسېمبر پر پینځمه پر فېسبوک ليکلي چې دا نيونې غندي، خو د مشرانو نيول به یې مبارزه کمزورې نه کړي. هغه تور پورې کړ چې "رياست پر وژونکو مهربانه، خو د حق او انصاف غوښتونکو پښتنو لپاره ظالم دی."

دا نيونې داسې مهال شوې دي چې هم نن (ډېسېمبر پینځمه) بېلا بېلو قامونو د سرو زرو د درې سوداګرو د وژنو د پېښې پرضد په بنو کې پرلت پيل کړی دی. دغه درې کسان د نومبر پر ۲۸مه نېټه په میرعلي کې نامعلومه وسلوالو وژلي دي.

پرلتوال غوښتنه کوي چې د وژل شويو سوداګرو قاتلين دې ونيول شي او په سيمه کې د هدفي وژنو د روانې لړۍ مخنيوي دې وشي. پوليسو د سوداګرو د وژلو مقدمه د نامعلومو کسانو ضد درج کړې وه، خو تر دې دمه يې څوک په دې تور نه دې نيولي.

د شمالي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په زیاتره سيمو کې د وسلوالو فعالیتونو او ناامنیو پرضد پاڅونونه شوي او نېژدې هره ورځ په يوه نه يوه سيمه کې ځايي خلک احتجاج کوي.

په چګملۍ او درازنده کې احتجاجونه

د ډېسېمبر پر څلورمه هم د جنوبي وزیرستان په چګملۍ او د ډېره اسماعيل خان په درازنده سيمو کې جلا، جلا احتجاجونه وشول.

په درازنده کې د ډېسېمبر له دويمې راهیسې د شېراني قوم لسګونه وګړو پر احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی او له انتظامیې غواړي چې د انجنير انصاف شاه پته دې ولګوي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې وسلوالو تښتولی وو. پرلت ته د ډېسېمبر پر څلورمه نېټه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم ورغلی وو. هغه د انصاف شاه د تښتونې د پېښې او په سيمه کې د خراب امنیتي وضعيت په اړه وينا وکړه.

 بنو کې د ۳ دوکاندارانو د وژنې د پېښې ضد پرلت پیل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

هغه وويل چې "رياست پر دې ناخبره دی چې يوه مور په انتظار ناسته ده چې زوی به یې ورشي. انصاف شاه د ریاستي کلاوو په مينځ کې اغوا شو، ورک شو. شرم نه درځي چې اول سړی وتښتوئ او بيا واياست چې پیسې راوړئ. زموږ په وينو، خو کاروبار وشو اوس مو په ژونديو هم کېږي. موږ ته ژوندی انصاف شاه پکار دی چې دوی (امنيتي ادارې) یې باید موږ ته راوړي."

د انصاف شاه د تښتونې ذمه واري لا تراوسه چا نه ده منلې. د ډيره اسماعيل خان مرستيال کمېشنر انعام وزير د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه نېټه له ټانکه له انصاف شاه سره تښتول شوي دوه نور کسان خوشې شوي دي او د هغه لټون دوام لري نو هيله ده چې په راتلونکې اوونۍ کې به څه نتيجه راووځي.

د جنوبي وزیرستان د سروکۍ په چګملۍ سيمه کې هم د وزيرستان ولسي پاڅون غړيو د ډېسېمبر پر څلورمه احتجاج وکړ. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې پوځي پوستې دې پولیسو ته وسپارل شي، د هدفي وژنو مخه دې ونيسي او وسله وال دې له باج اخیستلو منع کړي.

د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر عتیق الله وزير مشال راډيو ته ويلي چې د امن بحالولو لپاره قرباني ورکوي خو په اوس وخت کې چيک پوسټونه ځکه له پوځه دوی ته نه شې سپارل کيدلی چې پوليس دومره وړتيا نه لري.

XS
SM
MD
LG