د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شوال خلکو په یوه جرګه کې خپلو سیمو ته د ستنېدو غوښتنه کړې


په جرګه کې د شمالي وزیرستان د بکاخېلو، جانيخېلو، کبلخېلو او ګربزو مشرانو ګډون وکړ: انځور له ارشیفه
په جرګه کې د شمالي وزیرستان د بکاخېلو، جانيخېلو، کبلخېلو او ګربزو مشرانو ګډون وکړ: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان د شوال سیمې ځینو قبیلو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د هغوی سیمه دې تصفیه یا له وسله والو پاکه اعلان کړي، د هغوی د واپسۍ انتظامات دې وکړي او په تذکرو (ډومیسایلونو) کې دې ورته د شوال ادرس ولیکل شي.

په دغو قبیلو کې بکاخېل، جانيخېل، کبلخېل، او ګربز شامل دي. دوی همدا رنګه دا مطالبه هم کوي چې حکومت دې ورته د ړنګو کړل شویو کورونو معاوضه هم ورکړي.

دا هغه قبیلې دي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتونو له وجې له ډېرو کلونو راهیسې په بنو او خواو شا نورو سیمو کې اوسېږي او تر اوسه ورته حکومت د واپسۍ اجازه نه ده ورکړې. البته حکومت په کال کې یو وار چې کله د دغو قبیلو د زڼغوزو حاصل تیار شي، محدودو کسانو ته اجازه ورکوي چې خپلو مېنو ته ستانه شي او زڼغوزي راټول کړي.

د شوال سره تړاو لرونکیو یادو قبیلو د ډېسېمبر پر دوهمه په بکاخېلو کې په هم دې اړه یوه جرګه بللې وه چې ورکې یې یو وارې بیا له حکومته خپلې غوښتنې تکرار کړې. دوی وايي، د دې باوجود چې شوال ته د تحصیل درجه ورکړل شوې، خو انتظامیه دوی ته د هغه ځای تذکرې نه ورکوي. د جرګې یو مشر ولي الله چې د عوامي نېشنل ګوند غړی هم دی مشال راډیو ته یې وویل: "په جرګه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې شوال دې نور له وسله والو پاکه سیمه اعلان کړل شي، ولسونو ته دې یې د واپسۍ اجازه ورکړل شي څو دوی خپلو مېنو ته ستانه شي او په بیا ابادۍ لاس پورې کړي. همدا رنګه دا مطالبه هم وشوه چې په ډومیسایلونو او شناختي کارتونو کې دې راته د شوال ادرس ولیکل شي."

نوموړی وايي، جرګې دا غوښتنه هم وکړه چې نور دې حکومت دوی له خپلې سیمې لرې نه ساتي، د شوال تحصیل حدونه دې معلوم کړي او هلته دې د ترقۍ کارونه پیل کړي.

د جرګې یو بل ګډونوال او د بکاخېل ویلېج کونسل مشر حاجي اسدالله وزیر مشال راډیو ته وویل چې د شوال د خلکو چې څومره تاوان شوی، له حکومته یې د معاوضو غوښتنه کوي او که حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو دوی به د بنو او غلام خان ترمنځ سړک د احتجاج په توګه وتړي.

د شوال اوسیدونکو تر دې وړاندې د نومبر پر ۲۴مه نېټه هم په بکاخېلو کې ورته جرګه کړې وه چې پکې یې همدغه غوښتنې کړې وې.

د شمالي وزیرستان د ضلعي انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، شوال لا تر اوسه له وسله والو پاک شوی نه دی خو د پاکولو چارې یې دوام لري. نوموړي وړاندې وویل، د شوال خلکو ته هر کال د زڼغوزو په موسم کې خپلې سیمې ته د تګ اجازه ورکول کېږي خو په مستقل ډول ځکه د اوسیدو لپاره نه پرېښودل کېږي چې سیمه یې تر اوسه له وسله والو تصفیه شوې نه ده.

دغه چارواکي دا هم وویل چې شوال ته د خلکو د واپس کولو لپاره اقدامات روان دي خو دوی لا هم نه شي ویلی چې په دې پروسه کې به څومره وخت لګېږي؟ په ډومیسایلونو او شناختي کارتونو کې د شوال د ادرس د لیکلو په اړه یاد چارواکي وویل چې په دې لاره کې ځیني خنډونه شته چې زر به حل شي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات کړي وو چې له وجې یې په لکونو خلک له وزیرستانونو په کډه کولو مجبوره شوي ول. وروسته زیات شمېر سیمې تصفیه شوې او خلک یې هم خپلو سیمو ته ستانه شول خو د شوال د بکاخېلو، جانيخېلو، کبلخېلو، او ګربزو دا ارمان لا تر اوسه نه دی پوره شوی چې د بې کورۍ او کډوالۍ ژوند ته دې د پای ټکی کېږدي او خپلو مېنو ته ور وګرځي.

XS
SM
MD
LG