طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان ویلي دي چې حکومت د لومړیتوب په توګه قبایلي ولس ته د تعلیم په لړ کې ور پیښو ستونزو د هوارولو پلانونه تیار کړي دي.
د مسوزو قبیلې مشران وايي، په سیمه کې د ایف سي د یو چارواکي لخوا د دوی د غوښتنو له پوره کېدو تر ژمنې وروسته یې د مارچ پر ۳۰مه خپل احتجاج ختم کړی دی.
د کورمې په ساتین کې د ماسوزو خلکو د خپلو غوښتنو او د امنیتي سرتیرو لخوا پر مظاهره کوونکو د ډزو په غبرګون کې احتجاج ته دوام ور کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله ویلي دي چې حکومت په قبایلي ضلعو کې د صحت په لړ کې اصلاحاتو ته لیواله دی.
د شاه په خبره، استخباراتي ادارې د هغوی له ځایه خبر شول او سمدستي امنیتي سرتېرو او پولیسو د جنورې ۱۵مې شپې مهال په سیمه کې ګډو عملیاتو ته ورغلل.
د کورمې قبایلي ضلعې یو شمېر خلکو د جنورۍ پر ۱۳مه د پریس کلب مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې په سرکاري هسپتالونو کې دې ورته بنیادي سهولتونه ورکړل شي.
د ډېسېمبر د ۳۰مې پر شپې ناوخته، یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، نښته د اتوار پر ورځ سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه چې د امنیتي ځواکونو د مداخلې
د خېبر پښتونخوا په کورمه قبايلي ضلعه کې یوه جرګه وشوه چې موخه یې د محرم د څلوېښتۍ د مراسمو د امنیت ساتنه وه. په دغه جرګه کې د چارواکو او مقامي مشرانو ترمنځ د امنیت د خوندي ساتلو په موخه خبرې شوې دي.
د اکتوبر پر ۲۲مه، د کورمې د پاړه چنار د بلدیې یا ښاروالۍ لسګونه کارکوونکو په پېښور کې د قبایلي سیمو د چارو دفتر مخې ته مظاهره وکړه. دوی وايي، له کلونو او میاشتو راهیسې ورته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې. تر مظاهرې وروسته د دې کارکوونکو یوې کمېټۍ له چارواکو سره خبرې هم وکړې. ویډیويي رپورټ.
پاکستاني چارواکو د اکتوبر پر ۲۱مه وویل چې د افغانستان سره یې د تورخم او خرلڅو لارې یو وار بیا د مساپرو د تګ راتګ او د سامانونو د لېږدولو په موخه خلاصې کړې دي. دا لارې د افغانستان د انتخاباتو د بهیر د امنیت په موخه د اکتوبر پر ۲۰۹ تړل شوې وې.
په منځنۍ کورمه کې یو شمېر خلک په خپلو پیسو کورونه ودانوي. دوی وايي، تر ناامنیو او عملیاتو وروسته ورسره د تاوان ژمنې شوې وې خو پوره نه شوې نو ځکه اوس خپله د کورونو جوړولو ته اړ دي. چارواکي وايي، له وخت سره اغېزمنو کورنیو ته پیسې ورکوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کورمې د مرغانو دره په لویو غرونو، ونو او خوړونو اباده ده. دا سیمه له ۲۰۰۷ز کاله تر ۲۰۱۰مه د ناامنیو ښکار وه خو تر پوځي عملیاتو وروسته اوس سیلانیان ورځي. دوی وايي، خپل بچي درې ته ورولي چې په پاکو، یخو اوبو کې ولامبي او بېلا بېلې منظرې وګوري. د مرغانو درې په اړه ویډیويي رپورټ.
په هنګو کې له ۳۳مې حلقې څخه د متحده مجلس عمل نوماند او د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي عتیق الرحمان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د تحریک انصاف سیاستوالانو د بریا لپاره منظم کار شوی وو نو انتخابات له درغلیو ډک ول او نه یې مني.
د امریکا یوې ډرون الوتکې د کوزې کورمې په بادشاه کوټ کې د چارشنبې په ماسپښین شاوخوا ۱۲ نیمې بجې پر یوه پلي یا پیاده روان کس دوه توغندي ویشتلي چې پکې هغه سخت ژوبل شوی دی.
د کورمې د پاړه چمکني سیمې د ځوانانو یوه ځايي ټولنه، خدمت خلق له حکومته غوښتنه کوي چې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام له مخې په ورکول کېدونکیو مرستو په ترلاسه کولو کې خلک له ستونزو سره مخ دي نو حکومت له پکار دی چې د خلکو ستونزې هوارې کړي.
د امریکا بې پیلوټه الواتکو د پاکستان په کورمه کې پر یو موټر برید کړی چې پکې د مالوماتو ترمخه، یو مشکوک وسله وال وژل شوی دی.
د لاسي بم چاودنه د يکشنبې پر ورځ ۱۱ نيمې بجې د شابي خېلوو په سيمه کې شوې ده.
د کورمې ځايي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې توري- منګل لار دې زر تر زره خلاصه کړل شي چې د دوی په تپه ولاړه سوداګري یې لږ و ډېره په پښو ودري.
د پاکستان ایین هر چا ته مذهب، سیاسي هلو ځلو او کاروبار ازادي ورکوي نو دوی به هېڅوک پرېنږدي چې د مذهب پر اساس له چا سره زور زیاتی وکړي یا ورسره توپیر وپالي.
د کورمې ایجنسۍ د قومي اسمبلۍ په ۳۸ حلقه کې د پرمختیايي چارو لپاره ځانګړی شوی فنډ یو ځل بیا ایسار کړل شوی دی.
نور وښیئ