د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرمې مشران خپل پرمختیايي فنډونه غواړي


د کورمې ایجنسۍ د قومي اسمبلۍ په ۳۸ حلقه کې د پرمختیايي چارو لپاره ځانګړی شوی فنډ یو ځل بیا ایسار کړل شوی دی.

دا خبره د کرمې ایجنسۍ د پولیټکل انتظامیې یو چارواکي د چارشنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وکړه.

دې چارواکي وویل چې د حکومت لخوا هر کال د اوږده مهاله اغېز لرونکو پرمختیايي کارونو لپاره په قبایلي سیمو کې ځانګړي فنډونه ورکول کېږي خو دا دویم کال دی چې د کرمې لپاره یاد فنډ بیا ایسار کړل شوی دی.

د کرمې انتظامي چارواکي وايي، په مالي کال ۲۰۱۷-۱۸ کې د یوې حلقې پر سر اته کروړه روپۍ بېلې کړل شوې دي خو په دې کې د کرمې ( این اې ۳۸ حلقه ) نده شامله کړل شوې.

د دوی په وینا ، په یاد مالي کال کې د پرمختیايي کارونو لپاره تر دې وړاندې هم پنځه نیم کروړه روپۍ دې حلقې ته نه وې ورکړل شوې.

د دې حقلې سیاسي او قبایلي مشرانو د پرمختګ لپاره د ځانګړي یاد فنډ پر ایسارېدو خفګان ښودلی دی.

د میر باغ پټان عبدالخالق وايي، دا ډیره د افسوس خبره ده چې د ترقیاتي کارونو فنډ یې په دغه خبره ایسار کړل شو چې قامي نماینده یې نیشته.

د صدې حاجي محمد لقمان اورکزی وايي، تر څلورو کالو دا فنډ روکول کېدی نو اوس یې ولې ایسار کړی دی؟

یو بل ځايي مشر حاجي محمد لقمان اورکزی وايي، که حکومت غواړي چې قبایل له محرومي ووځي نو بیا دې هلته د ترقیاتي کارونو مخه نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې سیاسي ګوندونو په پاکستان کې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره په یوه نه بله بڼه تیارۍ پیل کړې دي.

په پاکستان کې د قامي او صوبایي اسمبلۍ د سیټونو لپاره ټول ټاکنې د کال ۲۰۱۳ د مې پر ۱۱مه نیټې شوې وې.

په کورمه کې دغه ټاکنې هغه وخت وځنډول شوې کله چې په این ای ۳۸ حلقه کې وسله وال طالبانو د پاړه چمکنی پر یو شمېرعلاقو قبضه وکړه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG