د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډرون په کورمه کې د حقاني شبکې کمانډر وژلی'


د امریکا بې پیلوټه الوتکو په کورمه ایجنسۍ کې پر یو موټر برید کړی چې پکې د مالوماتو ترمخه، یو مشکوک وسله وال وژل شوی دی.

پولیټیکل انتظاميې او استخبارتي ادارو د دغه برید پخلی کړی او وايي، بې پیلوته الوتکو له ډیورنډ کرښې سره جوخت د غوزګړۍ په متا سنګر کې د دوشنبې په ماسپښین دوه توغندي پر یوه ګاډي ویشتلي دی چې په کې له حقاني شبکې سره تړلی یو وسله وال کمانډر جمیل الدین وژل شوی دی.

په دغه برید کې مړ شوې وسله وال کمانډر جمیل الدین له حقاني ډلې سره تعلق لري.

د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، دغه کمانډر هله په نښه کړل شو کله چې یې د شهیدانو درې په هدیره کې خپل ګاډی درولی وو او له خپل نورو ملګرو سره یې خبرې کولې.

چارواکي زیاته کړه، هلته تر څلورو پورې نور کسان هم موجود ول خو هغوی ټول له بریده بچ وتلي دي.

چارواکي دا هم وویل، کمانډر جمیل الدین نن سهار له ټل سیمې هلته د خپلو ملګرو لیدو ته ورغلی وو.

د هغه په خبره، وژل شوی وسله وال کمانډر جمیل الدین له حقاني ډلې سره تعلق لري. خو د حقاني شبکې له لوري په دې اړه هېڅ دریځ نه دی راغلی او نه هم ازادو سرچینو د وسله وال کمانډر د وژلکېدو پخلی کړی دی.

غوزګړۍ

د غوزګړۍ سیمه د بره کورمې له پاڼه چیناره نېږدی پنځلس کلومیټره لیرې د جنوب پر لور پرته ده.

په سیمه کې د حقاني ډلې پر وړاندې د امریکا ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له څه مودې راهیسې زیات شوي دي.

نننی برید په کورمه کې سږ کال د امریکايي بې پیلوټه الوتکو اتم هغه دی چې شپږ ځله پکې په غوزګړۍ کې شوي دي.

تر دې وړاندې د امریکا بې پیلوټه الواتکو هلته په ۱۷ م ډیسېمبر د وسله والو تر استعمال لاندې یو کور په توغندیو ویشتلی وو.

په هغه برید کې څرګند ځاني زیان نه وو شوی خو د اکتوبر په میاشت هلته د پرله پسې شويو ډرون بریدونو له امله تر ۳۰ زیات مشکوک وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

اړوند راپورونه

کورمه کې ډرون برید شوی

کورمه: 'ډورن برید ۲۳ وسله وال وژلي'

کورمه کې ډرون برید د حقاني شبکې درې وسله وال وژلي

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG