د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم او خرلڅۍ لارې بیا پرانېستل شوې


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

تورخم / کورمه ـ پاکستاني چارواکو د اکتوبر پر ۲۱مه وویل چې د افغانستان سره یې د تورخم او خرلڅو لارې یو وار بیا د مساپرو د تګ راتګ او د سامانونو د لېږدولو په موخه خلاصې کړې دي. دا لارې د افغانستان د انتخاباتو د بهیر د امنیت په موخه د اکتوبر پر ۲۰مه تړل شوې وې.

پر دواړو لارو د یکشنبې په ماسپښین د مسافرو تګ راتګ د پخوا په شان عادي حالت ته ګرځېدلی دی. همدا رنګه د مال وړونکو ګاډو دواړو لوریو ته اوښتل یو وارې بیل شروع شوي دي.

د بره کورمې تحصیلدار سازمحمد د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دخرلڅو لاره یې د پولې پورې غاړې ته په پکتیا کې د ټاکنو د امنیت په موخه تړلې وه چې اوس بېرته پرانېستل شوې ده.

د کورمې یو ځايي مشر او سوداګر ملک سید ناصر حسین مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د لارې په خلاصېدو خوښي ښکاره کړه. نوموړی وايي، د لارې د بندېدو له وجې سوداګر د مالي زیان سره مخ کېږي. نوموړي غوښتنه کوي چې د دواړو خواوو حکومتونه دې د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې په هر حالت کې پرانېستې ساتي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د اکتوبر په شلمه ټولټاکنې شوې خو په کومو سیمو کې چې په دغه ورځ د څه قسمه ستونزو له وجې ټاکنې نه وې شوې، هلته د اکتوبر پر ۲۱مه خلکو ته د رایو ورکولو مرکزونه پرانېستل شوي وو.

XS
SM
MD
LG