د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظیر انکم سپورټ مرستو ترلاسه کولو کې خنډونه


د کورمې د پاړه چمکني سیمې د ځوانانو یوه ځايي ټولنه، خدمت خلق له حکومته غوښتنه کوي چې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام له مخې په ورکول کېدونکیو مرستو په ترلاسه کولو کې خلک له ستونزو سره مخ دي نو حکومت له پکار دی چې د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د یادې ټولنې یو مشر عمران چمکنی وايي، د دغه پروګرام د مرستې پیسې ترلاسه کولو لپاره د سیمې بې وزله کورنۍ اړ کېږي چې ټل ته لاړ شي، چې دا یو ستونزمن کتار دی.

د ځايي تنظیم ترمخه، مخکې به د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام د مرستې پیسې د صدې ډاکخانې ته تر رسېدلو پس د سیمې په بې وزله خلکو ویشلې کېدې خو یو کال وشولو چې دا سلسله اوس بنده شوېده.

د تنظیم یو بل مشر محمد انورخان وايي، هلته په بینکونو کې اې ټي ایم مشینونه نشته او خلک ټل ته ورتلې نه شي نو پکار ده چې زوړ نظام دې بیا فعال کړل شي چې خلکو ته د پیسو په ترلاسه کولو کې اساني پیدا شي.

د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل، دوی د خلکو د ستونزو د هوارۍ لپاره ډېر زر یوه لاره برابروي چې له مخې به یې خلکو ته مرستې نېغ په نېغه ور رسیږي.

نوموړي زیاته کړه، په راراوانه فبرورۍ میاشت کې به د سیمې په ۱۸ مختلفو خایونو کې بایو مېټرک سیسټم ولګول شي چې دې سره به د خلکو ستونزه چې د پیسو په ترلاسه کولو کې یې لري حل شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG