د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزو کې چاودنې اووه ماشومان زخميان کړي


پېښور - چارواکي وايي چې په اورکزو کې د لاسي بم په چاودنه کې د يوه کور اووه ماشومان ټپیان شوي دي.

يوه پوليټیکل چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې د يکشنبې پر ورځ شاوخوا ۱۱ نيمې بجې د شابيخېلو په سيمه کې ماشومانو يو لاسي بم و موند او ورسره يې لوبې پیل کړي.

د ده په وينا، لاسي بم وچاوديد چې پکې اووه ماشومان ټپيان شول.

د سیمې اوسېدونکي محمد ګل مشال راډیو ته ويلي چې ماشومانو لاسي بم دباندې موندلی وو او چې کله يې کور ته دننه يووړ نو هلته بيا وچاودېد.

زخميان ځايي روغتون ته وړل شوي.

په ټپيانو کې پینځه نجونه دي او د دوی د ضيا الرحمان نومي کس د کورنۍ غړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG