د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ځمکې لانجې پر سر تر نښتې وروسته اوربند شوی


د کورمې په ځېنو سیمو کې بېلا بېل قومونه پر ځمکو دعوې لري
د کورمې په ځېنو سیمو کې بېلا بېل قومونه پر ځمکو دعوې لري

پېښور - چارواکي وايي، په کورمه کې د ابراهیمزیو بالشخېلو او پاړه څمکنیو تر منځ د ځمکې پر لانجې نښته شوې چې تر شپږو ساعتونو روانه وه.

د ډېسېمبر د ۳۰مې پر شپې ناوخته، یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، نښته د اتوار پر ورځ سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه چې د امنیتي ځواکونو د مداخلې له کبله بنده شوه.

دی وايي، په نښته کې درنه وسله هم کارول شوې چې پکې دوه کسان ژوبل شوي.

په عین وخت کې حکومت د دواړو قومونو ترمنځ د روغې لپاره ۲۰ کسیزه جرګه جوړه کړې.

د مرغې چینې یو مشر ملک زرمت خان وايي، د جرګې تر جوړېدو وروسته د اوربند برقراره ساتلو لپاره له دواړو خواو یې ۵۰ لاکه روپۍ ضمانت اخیستی.

دی وايي، که اوربند مات شو نو دا پیسې به ضبطوي.

د زرمت خان په خبره، د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر لومړۍ ۲۰ کسیزه جرګه پاړه چینار ته ورځي او هلته د انتظامي او امنیتي چارواکو په موجودګۍ کې خبرې کوي چې د ځمکې د دې لانجې دایمي حل ولټوي.

د بالشخېلو یو مشر ملک محمد حسن وايي، که حکومت غواړي چې دا لانجه هواره شي نو په پوره قدرت او صلاحیت دې، د کاغذونو او اسنادو په رڼا کې شاملاتي ځمکې معلومې کړي او نیوونکي دې یې د قانون منګولو ته وسپاري.

په کوزه کورمه کې د مرغې چینې، میرو کڅ، لدا او داسې نورو شاملاتي ځمکې له ډېر وخته لانجمنې دي چې ورباندې د سدې، ساتین، بالشخېلو، ابراهیمزیو، مسوزیو او پاړه څوکنیو دعوې دي.

تر دې مخکې هم د دې لانجو له کبله د قومونو ترمنځ وسله والې نښتې شوې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG