د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلکو د طبي سهولتونو د نیشتوالي خلاف مظاهره وکړه


پاړه چینارـ د کورمې قبایلي ضلعې یو شمېر خلکو د جنورۍ پر ۱۳مه د پریس کلب مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې په سرکاري هسپتالونو کې دې ورته بنیادي سهولتونه ورکړل شي.

د ابرارحسین په نوم یو ځايي مشر مشال راډیو ته وویل، دوی له ډېرې مجبورۍ، پر احتجاج کولو مجبوره شوي، ځکه چې په ځايي هسپتال کې نور خو لا پرېږده هغه سهولتونه هم نشته چې د زوکړې پر مهال مور او ماشوم ته ضروري پکار وي.

نوموړي دا هم وویل چې په روغتون کې دې د ډاکټرانو او نورې انتظامیې کمی هم پوره کړل شي څو ناروغان اړ نه شي چې د علاج لپاره نورو سیمو ته لاړ شي. دوی د هسپتال د انتظامیې او ډاکټرانو له رویې هم سر وټکولو.

په احتجاج کې شامل یو بل ګډونوال او ځوان مزمل حسین وايي، په ۲۰۱۷ کال کې د احتجاجونو پر وخت حکومتي او پوځي چارواکو ورسره دا وعده کړې وه چې د صحت ټولې ستونزې به ورته حل کوي، خو تراوسه دا وعدې عملي نه شولې.

نوموړي وویل، حکومت د دوی په سیمه کې د ۵۰ بسترو یو روغتون یا ټراما سنټر جوړ کړی خو هغه تر اوسه فعاله کړل شوی نه دی.

خو د پاړه چینار هیډ کواټر هسپتال یو مشر ډاکټر ممتاز حسین وایي، دوی په تېر میلادي کال کې دوه لکه ناروغان کتلي. د نوموړي په وینا دا د دې خبرې واضحه ثبوت دی چې دوی په کمو وسایلو کې هم د خلکو پوره خدمت کړی دی.

ډاکټر ممتاز حسین زیاتوي، دوی دا خبره مني چې ډاکټران او عمله کله نا کله ناوخته هسپتال ته ځي او دوی یې پرضد اقدامات هم کړي دي.

چارواکي دا هم وايي چې په هسپتال کې د ډاکټرانو د کمبوت د لرې کولو او د اړینو سهولتونو د برابرولو لپاره کوششونه کوي.

د یاد احتجاج نه پس یوه ۱۲کسیزه کمیټي هم جوړه کړی شوه چې د هسپتال د کمبوتونو جاج به اخلي او خپلې موندنې به د ګورنر شافرمان او د صحت د صوبايي وزیر ډاکټر هشام انعام الله سره شریکوي.

د کورمې احتجاج کونکیو وویل، که حکومت یې غږ وانورېد نو دوی به په اسلام اباد کې پرلت وغځوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG