د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د محرم د څلوېښتۍ مراسمو امنیت لپاره جرګه وشوه


کورمه ـ د خېبر پښتونخوا په کورمه قبايلي ضلعه کې یوه جرګه وشوه چې موخه یې د محرم د څلوېښتۍ د مراسمو د امنیت ساتنه وه. په دغه جرګه کې د چارواکو او مقامي مشرانو ترمنځ د امنیت د خوندي ساتلو په موخه خبرې شوې دي.

د کوزې کورمې مرستيال کمېشنر عظمت الله وزير مشال راډيو ته وويل، مقامي مشران دې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره انتظامي سره مرسته وکړي.

((د کليو او بازارونو په کچه مو مهم مشران په باور کې اخېستي،څو د څلوېښتي مراسم په خیر خیریت سره تېر شي. زموږ له غاړې د سیکوریټي انتظامات پوره دي، موږ د دغه مذهبي رسم په سولییزه توګه د ترسره کېدو لپاره کار کوو.))

بلخوا ځايي مشرانو چارواکو ته امنيت پرځای ساتلو لپاره د مرستې ډاډ ورکړی دی.د صدې یو ځايي مشر سلیم خان مشال راډیو ته وویل:

((د هغو شر خوښو عناصرو مخنیوی به کوو چې د دا ډول مذهبي رسوماتو د ترسره کېدو پرمهال د بې اتفاقۍ لپاره لمن وهي. اوس خلک په دې پوه شوي چې د نفاق خورونکیو خبرو ته به غوږ نه ږدي.))

په کورمه کې د اکتوبر له اته ویشتمې د محرم د څلوېښتمې مراسم شروع شوي چې تر درو ورځو به جاري وي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې په ځینو کلونو کې د محرم د لمانځلو پر مهال د سني او شیعه مذهبي ډلو ترمنځ د تاو ترېخوالي پېښې مخې ته راغلې دي. همدا رنګه اکثره وخت د داسې مراسمو د لمانځلو پر مهال پر شیعه ماتم کونکیو د بمي بریدونو وېره هم لیدل کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG