د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان: د کورمې د تعلیم څانګې ستونزې به ژر هوارې شي


وزیراعلی محمود خان
وزیراعلی محمود خان

پراګ: د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان ویلي دي چې حکومت د لومړیتوب په توګه قبایلي ولس ته د تعلیم په لړ کې ور پیښو ستونزو د هوارولو پلانونه تیار کړي دي.

وزیراعلا محمود خان دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۵مه کورمې ته د سفر پرمهال په پاړه چنار کې د ځايي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

محمود خان غونډي ته ویلي چې هلته څومره سکولونه جوړ شوي دي دي هغوي ته به د روان کال تر جون میاشتې ښوونکي ورکوي او دا سکولونه به فعاله کوي.

نوموړي ویلي چې په سکولونو کې د استاذانو کار کردګي او د هغوي حاضري یقیني کېدو لپاره دوي د څارنې یو خپلوکه ډله جوړه کړې کوم چې د ده په وینا په سیمه کې د تعلیم د ودې په برخه کې یو لوی پرمختګ دی.

د کورمې د زده کونکو سازمان مشر محمد سلیم خان وايي، که حکومت غواړي چې د سیمې هر ماشوم ښوونځي ته لاړ شي او هلته تعلیم عام شي نو دې نه یوازې نوي سکولونه جوړ کړي بلکې په وار له مخه موجودو سکولونو کې دې هم زر تر زره د استاذانو کمی پوره کړي.

محمد سلیم خان غوښتنه وکړه چې حکومت دې هلته د جنګونو او پوځي عملیاتو پر وخت د تباه شويو ښونځيو جوړېدنه هم په پام کې ونیسي.

د پخوانیو قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې تر شاملېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د صوبې وزیراعلا کورمې ته تللی دی.

حکومت وايي په دې سیمو کې یې د پرمختیايي کارونه پیلولو لپاره کمیټیانې جوړې کړې دي هلته کار کولو ته ژمن دي خو د اپوزېشن ګوندونه او یو شمېر ځايي مشران وايي حکومت تش اعلانونه کوي خو عملي کار یې نه دی کړی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG