د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو، کورمه، اورکزو او مومندو کې د انتخاباتي نتیجو ضد احتجاجونه


د پاکستان په انتخاباتو کې تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ګټلې دي
د پاکستان په انتخاباتو کې تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ګټلې دي

پېښور او شبقدر - په هنګو، کورمې اورکزو او مومندو کې هغو سیاستوالانو او ملاتړو یې د انتخاباتي کمېشن ضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی چې په ټاکنو کې یې ماته خوړلې.

په هنګو کې له ۳۳مې حلقې څخه د متحده مجلس عمل نوماند او د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي عتیق الرحمان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د تحریک انصاف سیاستوالانو د بریا لپاره منظم کار شوی وو نو انتخابات له درغلیو ډک ول او نه یې مني.

په هنګو کې تر احتجاجونو وروسته انتخاباتي چارواکو د ۳۳مې حلقې ووټونه بیا شمارلي خو بیا هم د تحریک انصاف نوماند حاجي خیال زمان څوکۍ وګټله.

هلته په کورمه کې د تحریک انصاف نوماند حاجي سعید جمال او سلګونه پلویانو یې د جولای پر ۲۸مه د نتیجې ضد مظاهره وکړه.

له ۴۵مې حلقې څخه د متحده مجلس عمل نوماند حاجي منیر اورکزی د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.

خو جمال وايي، هر نوماند حق لري چې د ووټ د ټولو مرکزونو نتیجه تر لاسه کړي چې ده ته یې نه ده ورکړې.

دی زیاتوي چې د ټګۍ ثبوتونه لري.

انتخاباتي چارواکي وايي، د ۴۵مې حلقې ووټونه د جولای پر ۳۰مه بیا شماري.

هلته په اورکزو کې د ۴۷مې حلقې ناکامه نوماندانو اتحاد کړی دی او تر احتجاج وروسته یې د درغلیو ضد یو غوښتنلیک دایر کړی.

هلته د تحریک انصاف نوماند جواد حسن د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.

د متحده قبایل ګوند یوه مشر او نوماند ملک حبیب نور اورکزي ویلي، په حلقه کې د یوه ګوند د نوماند د بریا هڅې شوې دي او د ده ووټران له رایې ورکولو بې برخې شوي ول.

په عین وخت کې، په مومندو کې د عوامي نیشنل ګوند نوماند نثار مومند هم ویلي دي چې په ټاکنو کې د درغلیو ثبوتونه لري.

دی وايي، له نورو سیاستوالانو هم غوښتنه کوي او د ده پلویان دې هم د جولای پر ۳۰مه احتجاج وکړي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن له وینا سره سم، هغه ناکامه نوماندان چې د درغلۍ شک لري کولای شي چې انتخاباتي جرګګیو ته ورشي او د پلټنو غوښتنه وکړي.

ورسره د کمېشن سېکرټر بابر یعقوب د جولای پر ۲۵مه تر ټولټاکنو یوه ورځ وروسته خبري غونډې ته ویلي ول چې ټاکنې رڼې او منصفانه وې.

XS
SM
MD
LG