طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
چارواکي وايي، د مذهب سپکاوي په تور تورن دواړه کسان خوندي دي. د کورمې د پولیسو مشر ارباب شفیع الله مشال راډیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی او په مرکز کې په واکمن اېتلاف د ورګډ پیپلز ګوند سیاستوال ساجد حسین توري د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د لارې پرانیستو لپاره مذاکرات کوي.
د پاکستان وفاقي وزیر او په پارليمان کې د کورمې استازی، ساجد حسین توري وايي د دې لارې د پرانيستلو په اړه به ژر له طالبانو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست نهمه په پاکستان کې د محرم له ۱۰مې نېټې سره سمون خوري او پر هغه ورځ اهل تشیع ماتمي غونډې او لاریونونه کوي.
د جون پر ۲۸مه په جرګه کې د خبرو له لارې د شخړو پر هواري ټينګار وشو او د يوې ګډې کمېټې په جوړولو موافقه وشوه چې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ به د پیدا کېدونکو مسلو حل راباسي.
په کورمه کې د روغتیا ادارې مشر ډاکتر عطا الله د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په شمالي وزیرستان کې یې د پولیو ناروغۍ وروستیو پېښو ته په کتو پرېکړه وکړه چې د ضلعې په یوشمېر ضلعو کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي او د ناروغۍ له خطره یې وژغوري.
د پولیسو ویاند محمد خالد د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، جسدونه د ګنداو سیمې خلکو موندلي او د ده په وینا کېدای شي د سختو بارانونو او یخنۍ له امله یې په غره کې ساه ورکړې وي. د نوموړي په وینا دا کسان کېدای شي درې ـ څلور ورځې وړاندې مړه شوي وي. هغه وايي، د پېښې راپور درج شوی او د هغوی تفتیش روان دی.
وفاقي وزیر ساجد حسین توري هم مشال راډیو ته وويل چې په جرګه کې پر ټولو اړخونو خبرې کېږي.
ملک مومن خان منګل شاوخوا ۵۰ کلن وو چې په بلدیاتي انتخاباتو کې د کونسلر په څوکۍ منتخب شوی وو. نوموړی د سولې ملي شورا (نیشنل پیس کونسل) په نوم د یوه سازمان ځايي مشر هم وو.
بشارت خان وايي، په وروستیو کې د مومندو په ۱۷ بېلابېلو ځایونو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي ول چې حکومتي کارکوونکو او رضاکارانو ووژل. د دې اورونو لګېدو لاملونه لا نه دي په ډاګه شوي خو چارواکي وايي، پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.
انتظامي چارواکي فضل ودود د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل اور د ځنګله نورو برخو ته هم خپور شوی دی. ده وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې د جون پر شپږمه اور ولې ولګېد خو په وینا یې چې پلټنې پیل شوې دي.
د ضلعې پخواني انتظامیې مشر ډاکټر فاروق وزير د جون پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې په خپل وخت کې یې هغو سرکاري ملازمينو ته واضحه کړې وه چې د مقررۍ لازمي ضرورتونه یې نه ول پوره کړي.
د قامي اسمبلۍ د هغې څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف ډاکتر ندیم خیال، د عوامي نیشنل ګوند سعید عمر، او د جمعیت علمای اسلام (ف) مفتي عبدالله ترڅنګ عتیق احمد او محمد سعید هم په خپلواک حیثیت کې نوماندان دي.
د کورمې قبایلي ضلعې د پاړه چنار سیمې اوسیدونکو، تر څه ساعته پورې، د پریس کلب مخې ته پرلت هم وواهه او له حکومته یې دا غوښتنه هم وکړه چې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد دې بې له توپیره اقدامات وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د پاکستاني چارواکي د دعوو په غبرګون څه نه دي ویلي. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې.
نور وښیئ