د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې ټراما سنټر فعاله شو خو خلک پکې د بشپړو روغتيايي سهولتونو غوښتنه کوي


د کورمې په پاړه چينار کې د ټراما سنتر وداني افتتاح شوه (انځور له ارشيفه)
د کورمې په پاړه چينار کې د ټراما سنتر وداني افتتاح شوه (انځور له ارشيفه)

د کورمې په پاړه چینار کې څلور کاله وړاندې جوړ شوی د مختلفو حادثو او واقعاتو پر وخت ژوبل شویو تنانو د درملنې لپاره خصوي مرکز، ټراما سنټر فعاله کړل شو.

د سیمې د صحت محکمې یو مشر ډاکټر میر حسن جان د جون په شپږمه مشال راډيو ته وويل چې په ۲۰۱۸ کال کې د یاد هسپتال ودانۍ جوړه شوې وه خو تراوسه فعاله نه وه. هغه زیاته کړه چې د مې په پينځمه د دې مرکز افتتاح وشوه.

هغه زیاته کړه: "مخکې د فعاله کېدو لپاره ضروري څیزونه نه وو. اوس هم پکې ځيني وسایل نشته خو بيا هم موږ د روغتيايي خدماتو خپلې هلې ځلې شروع کړې."

په دې روغتيايي مرکز کې به د بېلابېلو حادثاتو په وخت ژوبل شويو کسانو درملنه کيږي. دا په کورمه کې یوازینی داسې مرکز دی.

د بره کورمې مرستیال کمېشنر امیر نواز وايي ځايي اوسېدونکیو دا شکایت درلود چې دوی خپل مریضان نورو ځایونو ته وړي چې له وجې یې ډيری مریضان په خپل وخت نه رسيږي. نوموړي هيله وښوده چې اوس به د دې روغتيايي مرکز په پرانيستلو سره خلکو ته په خپله سيمه کې د درملنې موقعې برابرې شي.

يو ځايي قومي مشر، رووف حسین وويل چې دی خوشاله دی چې دغه روغتيايي مرکز فعاله شو. خو نوموړي زیاته کړه چې په دې هسپتال کې ډاکټران پوره نه دي. هغه د جون په شپږمه مشال راډيو ته وويل: په دې هسپتال کې د عملې کمی دی. ځيني طبي سامانونه هم نشته. پکار ده چې حکومت دا هر څه پوره کړي.

د ځايي خلکو غوښتنو او اندېښتو په ځواب کې د دې سيمې سره تعلق لرونکی د پارليمان غړی وفاقي وزیر ساجد حسین توري وايي، د فعال شوي روغتيايي مرکز په ستونزو خبر دی. هغه د جون په شپږمه مشال راډيو ته وويل چې کوښښ به کوي چې د طبي عملې او سامانونه مسله به هم حل کړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG