د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چنار ولس له حکومته د مذهبي ځایونو د خوندیتوب غوښتنه کړې


د پاړه چنار خلکو د مارچ پر پنځمه د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د جوماتونو او مذهبي ځایونو ساتنه دې باوري کړي.

د کورمې قبایلي ضلعې د پاړه چنار سیمې اوسیدونکو، تر څو ساعتو پورې، د پریس کلب مخې ته پرلت هم وواهه او له حکومته یې دا غوښتنه هم وکړه چې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد دې بې له توپیره اقدامات وکړي.

دا له هغې وروسته ده چې یوه ورځ وړاندې د پېښور په قصه خوانۍ کې د اهل تشیع پر جومات په ترسره شوي ځان مرګي برید کې له ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله واوښته. د وژلو شویو ۶۲ کسانو په منځ کې د ۱۳ تړاو د کورمې ضلعې سره و. د دغو کسانو جسدونه د مارچ پر پنځمه د کورمې په بیلابیلو سیمو کې خاورو ته وسپارل شول.

د پرلت پر مهال، د اهل تشیع د یو تنظیم تحریک حسینیه مشر عابد حسین وویل، حکومت هغوی ته په تحفظ ورکولو کې یو وارې بیا پاتې راغلی دی. د اهل تشیع د یوې بلې ډلې انجمن حسینیه مشر عنایت علي توري د مارچ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، د نړۍ یو مذهب هم د بېګناه خلکو د وژنې اجازه نه ورکوي. هغه وویل، څوک هم چې کرکه، وېره او ترهه خپروي، هغوی به یې پر ضد غږ پورته کوي.

د مارچ پر پنځمه د پاړه چنار پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره او پرلت له څو ساعتو تېرېدو وروسته پای ته رسېدلي خو بازارونه او تعلیمي ادارې دم ګړۍ ته بندې دي. یو ځايي اوسیدونکي محمود علي جان د مارچ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، د سیمې خلک د یوې ورځې لپاره ویر او ماتم کوي او له بلې ورځې نه به بیا هر څه د معمول مطابق شي.

د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی د اطلاعاتو مشیر بیرسټر سیف د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته ویلي وو، حکومت د مذهبي ځایونو ساتلو ته ژمن دی خو د ځانمرګي برید مخنیوی کول ستونزمن کار وی. نوموړي دا هم ویلي وو چې د وژلو شویو او ژوبلو تنانو کورنیو ته به حکومت معاوضې ورکوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG