د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ډرېورانو د خرلڅیو د لارې پرانیستو غوښتنه کړې


د خرلڅیو پر لاره هره ورځ سلګونه ګاډي مالونه وړي - پخوانی انځور.
د خرلڅیو پر لاره هره ورځ سلګونه ګاډي مالونه وړي - پخوانی انځور.

په کورمه کې له شاوخوا درې نیمو اوونیو راهیسې بند پاتې افغان ډرېوران وايي، حکومت دې د خرلڅیو لاره دې د سوداګرۍ لپاره پرانیزي چې د دوی پرېشاني ختمه شي.

دوی دا غوښتنه د اګست پر ۲۴مه پر داسې مهال کړې ده چې د لارې خلاصېدو پر ځای د دواړو لوریو چارواکو دریځ لا سخت شوی دی او دواړو خواوو ته لسګونه لارۍ او ټرکونه ولاړ دي.

د کورمې چارواکي او اوسېدونکي وايي، د جولای د ۲۸مې او ۲۹مې ترمینځ شپې مهال کورمې ته له افغانستانه دوه کسان ورواوښتل چې پاکستاني پوځيانو پرې ډزې وکړې او و یې وژل. د دې په غبرګون کې د طالبانو حکومت هغه لاره وتړله.

د خرلڅیو د تاجرانو اتحاديې مشر سید مبین حسین د اګست پر ۲۲مه مشال راډيو ته ویلي ول چې د طالبانو تر اقدام وروسته پاکستاني لوري هم لاره وتړله. "موږ له طالبانو سره شپږ ځله خبرې وکړې. سره کښېناستو. خو لار یې بيا هم خلاصه نه کړه. بیا له دې خوا [پاکستانيو سرتېرو] هم لاره وتړله."

د لغمان اوسېدونکی ډرېور ذبیح الله وايي، له کوره په دې نیت وتلی وو چې یو څه به وګټي او بچیو ته به یې یوسي، خو د پولې بندېدو تاوان ورواړاوه او نه پوهېږي چې تر کوم وخته به لاره تړلې وي.

په خرلڅیو کې بل ډرېور اسلام الدین وايي، که حکومتونه له یو بل سره اختلافات لري، نو هغه دې په خبرو هوار کړي او لارې دې نه تړي ځکه چې په بېلابېلو ځایونو کې سېلاوونه راغلي دي او ډرېوران د خپلو کورونو او کورنیو په اړه تشویش لري.

د سیمې اوسېدونکي وايي، پخوا طالبانو پر لاره کنټېنرې درولې وې خو د اګست له ۲۳مې راهیسې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پولې سره نېږدې وسله وال او پوځي ګاډي هم ولاړ دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي مفتي عبدالمتین د خرلڅیو او پکتیا ترمینځ د لارې بندېدو پړه د پاکستان پر پوله ساتونکي ځواک اچولې. نوموړي البته د خپلې دعوې لپاره ثبوت وړاندې نه کړ.

هلته په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی او په مرکز کې په واکمن اېتلاف د ورګډ پیپلز ګوند سیاستوال ساجد حسین توري د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د لارې پرانیستو لپاره مذاکرات کوي.

د خرلڅیو پر لاره هره ورځ اوسطاً ۸۰۰ ټرکونه او لارۍ تګ راتګ کوي او اوسمهال له افغانستانه سوداګران خربوزه، انګور، سبزۍ او سکاره پاکستان ته وړي او له کورمې څخه لارۍ سېمنټ، وریژې، مالګه او نور سامان پکتیا ته لېږدوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG