د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې یوشمېر سیمو کې د پولیو ځانګړی واکسیني کیمپېن پیل شوی


په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې ماشوم ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې ماشوم ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د کورمې د روغتیا اداره وايي، له افغانستان سره یې پر ډېورنډ کرښه په پرتو ۱۲ سیمو کې د ګوزڼ ځانګړی واکسیني کیمپېن کوي.

د روغتیا ضلعي ادارې د عامه اړیکو افسر محمد ادریس مشال راډیو ته وویل، دا کیمپېن چې د جون پر ۲۷مه پیل شو، تر پینځو ورځو پورې به روان وي چې پکې تر پینځو کلونو پورې شاوخوا ۳۴،۰۰۰ ماشومان واکسینېږي.

په کورمه کې د روغتیا ادارې مشر ډاکتر عطا الله د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په شمالي وزیرستان کې یې د پولیو ناروغۍ وروستیو پېښو ته په کتو پرېکړه وکړه چې د ضلعې په یوشمېر سیمو کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي او د ناروغۍ له خطره یې وژغوري.

د قبایلي ضلعې کورمې پولې له شمالي وزیرستان او افغانستان سره لګېدلې دي خو پکې له ۲۰۱۲ز کال راهیسې د پولیو ناروغۍ هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

په بره کورمه کې د بلدیاتو چېیرمین مزمل اغا د سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې په کیمپېن کې دې ګډون وکړي او خپل ټول ماشومان دې واکسین کړي. نوموړي مشال راډيو ته وویل چې په سیمه کې د پولیو وایرس موجود دی چې له وجې یې د کورمې ماشومان هم له خطر سره مخامخ دي.

د خیبر پښتونخوا روغتیا اداره وايي، د جون پر ۲۳مه یې په شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت کړه چې ورسره سم په هغه ضلع کې د پولیو ناروغانو سږنی شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی. له دې پرته سږ کال تر اوسه د پاکستان په هېڅ ښار کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې نه دي ثبت شوي.

روغتیايي او انتظامي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د پېښو ثبتېدو لامل دا دی چې په تېرو کیمپېنونو کې په یوشمېر سیمو کې روغتيايي کارکوونکو بې له واکسینولو د ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې او نومونه یې ثبت کړي ول. په هغه قبایلي ضلع کې د اپرېل پر ۲۲مه یو ماشوم ګوزڼ وواهه چې دا د شاوخوا یو کال په موده کې په پاکستان کې د ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه وه او چارواکي یې بیړنۍ کیمپېن ته اړ کړل.

چارواکي وايي، د هغو روغتیايي کارکوونکو ضد یې اقدامات کړي او په وروستیو یوشمېر کیمپېنونو کې یې د ټولو ماشومانو پر واکسینولو تمرکز کړی دی.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG