د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې يو ځوان وژل شوی، د بدامنۍ مخنيوي لپاره پوځ ته د چمتو اوسېدو ويل شوي


د کورمې په عليزو کې يو زیارت (تصویر له ارشيفه)
د کورمې په عليزو کې يو زیارت (تصویر له ارشيفه)

په کورمه کې د ولسي وګړو پر يو ګاډي په وسله وال بريد کې د ذېشان حيدر په نوم يو ځوان وژل شوی دی.

د علیيزو هسپتال روغتیایي يو چارواکي، ډاکټر ارشد حسین د جون په ۲۱مه مشال راډیو ته وويل دا پېښه د صدې پر بايي پاس روډ سحر وختي هله وشوله کله چې د سورلو ګاډی له پاړه چیناره د پېښور په لور روان وو. ډاکټر ارشد حسین زیاتوي په ګاډي کې ۶ کسان ناست وو او پاتې پينځوو ته څه نقصان نه دی رسېدلی.

د سیمې د امنیت ټینګولو او د سني – شيعه وګړو تر منځ د باور ښه ساتلو لپاره د جون په ۲۱مه د دواړو خواوو د قومي مشرانو يوه جرګه رابلل شوې وه چې تر دې بريدو وروسته د نامعلوم وخت لپاره ځنډيدلې ده.

د شیعه ګانو مقامي تنظیم، انجمن حسینیه مشر عنایت علي د جون په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د دوی تحفظ او حالات په قابو کولو کې ناکامه شوی. هغه زیاته کړه چې کورمه بايد بيا د جنګ ميدان ونه ګرځي.

بلخوا ځايي انتظامیې په کورمه کې د يو قبایلي مشر ملک مومن خان تر وژنې وروسته د ممکنه فرقه ييزه بدامنۍ د مخنيوي په هدف پوځ چمتو کړل شوی، انټرنېټ بند دی او جرګه هم رابلل شوې. په کورمه کې يو امنیتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د جون په ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې یې ځکه پر انټرنیټ بندیز لګولی چې غواړو په ټولنیزو رسنیو کې د کرکې خپرولو د موادو مخنيوی وکړي.

هغه وايي په سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو په هدف پوليس او پوځ چمتو کړل شوی دی. دغه امنيتي چارواکي زياته کړه چې د ملک مومن خان وژنې په کیسکې له ۳۰ څخه زیاتو کسانو پلټنې شوي دي او هڅه کوي چې د نوموړي قاتلان زر ونيسي.

د حقدارې ملک مومن خان د جون په ۱۵مه په شيعه اکثريتي سيمه، ټوپکيو کې ناڅرګنده کسانو په ډزو وواژه. د شیعه ګانو تنظیم، انجمن حسينيه د هغه وژنه غندلې او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د شيعه او سني ترمنځ د اختلافاتو جوړوونکي دې پيدا او سزا دې ورکړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG