د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سوداګر وايي، له افغانستان سره دې د خرلاڅو تجارتي لار پرانیستل شي


د خرلاڅو لار (انځور له ارشیفه)
د خرلاڅو لار (انځور له ارشیفه)

د کورمې تاجران او د مال وړونکو ګاډو مالکان غوښتنه کوي چې له درې اونيو راهیسې بنده، د خرلاڅو – پکتیا تجارتي لار دې زر تر زره خلاصه کړل شي.

د خرلاڅو تاجرانو اتحاديې مشر سید مبین حسین د اګست په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې لار لومړی د طالبانو لخوا او وروسته د پاکستاني ځواکونو لخوا بنده شوه.

هغه زیاته کړه، "موږ له طالبانو سره شپږ ځله خبرې وکړې. سره کښېناستو. خو لار یې بيا هم خلاصه نکړه. بیا له دېخوا [پاکستانيو سرتيرو] هم لاره وتړله."

د جولای د ۲۸م او ۲۹مې په شپه، کورمې ته له افغانستانه دوه کسان ورواوښتل چې پاکستاني پوځيانو پرې ډزې وکړې او ویې وژل. د دې په غبرګون کې ځايي طالبانو دا لار وتړله.

د سوداګرو اتحادیه وايي چې دا وخت د پاکستان په غاړه کې له بېلابېلو سامانونو ډک نيږدې ۲۰۰ او د افغانستان په خوا کې نيږدې ۲۰۰۰ ټرکونه ولاړ دي. دوی وايي که لار همداسې بنده پاتې شوه نو دا سامانانونه به خراب او تجارانو ته به ډير زیان ورسیږي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي او مال وړونکي زرګل د اګست پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې لاره بنده شوه نو دوی د پاکستان په خوا کې پاتې شول.

ده وویل، "مالونه مو په خرابېدو دي. کرايې او خرچې راباندې ورځ تر بلې زیاتيږي."

د پاکستان وفاقي وزیر او په پارليمان کې د کورمې استازی، ساجد حسین توري وايي د دې لارې د پرانيستلو په اړه به ژر له طالبانو سره خبرې وکړي.

هغه د اګست په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، "د دواړو غاړو خلک له يو بل سره رشتې لري. يو قام دی. د يو بل ښې بدې له ځي نو ځکه بايد دا لاره ژر پرانیستل شي."

د ساجد حسېن توري په وینا، که څه امنيتي ستونزې راځي پکار ده چې هغه په همکارۍ سره حل کړل شي.

د سوداګرو اتحادیې د معلوماتو ترمخه، هره ورځ د خرلاڅو ـ پکتیا پر تجارتي لاره ۸۰۰ ټرکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کوي. په دې ټرکونو کې خربوزې، انګور، سبزي، سکاره، سیمټ، وریژې، مالګه او بوره وړل کيږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG