د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلک د انټرنيټ د بحالېدو غوښتنه کوي


د کورمې په پاړه چينار کې د امنيتي ځواکونو چيک پوسټ (انځور له ارشيفه)
د کورمې په پاړه چينار کې د امنيتي ځواکونو چيک پوسټ (انځور له ارشيفه)

د کورمې خلک غوښتنه کوي چې حکومت هغه انټرنيټ بیا پرانیزي چې دولس ورځې مخکې د کرکې موادو د خپرېدو مخنيوي لپاره بند کړل شوی وو.

د بوشارو قومي مشر، قیوم منګل د جون په ۲۷مه، مشال راډیو ته وويل حکومت بايد د نفرت خپرونکو سزا ټولو خلکو ته ورنه کړي. هغه زیاته کړه چې له ټولنيزو رسنيو دې د مذهبي کرکه خپرونکي مواد ليري او خپرونکو ته سزا ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "د کورمې ټول خلک بايد له انټرنيټه محروم ونه ساتل شي.‌ د پخوا په شان اوس هم د يو کس د کړي جرم سزا ټولو ته ورکول کيږي. چا چې غلط کار کړی دی، هغه دې راونیسي. انټرنيټ بايد خلاص شی."

د جون پر پنځلسمه د کورمې په ټوپکیو کې د قومي مشر ملک مومین خان تر وژنې وروسته له شیعه او سني مذهب سره تعلق لرونکو خلکو پر انټرنيټ ځينې داسې ويډيوګانې نشرولې چې د فرقه ییزو شخړو د زیاتېدلو وېره ترې وه. حکومت د سني او شيعه وګړو تر منځ د ممکنه جنجالونو د مخنيوي لپاره انټرنيټ بند کړ.‌ پر ځينو کسانو پولیس رپورټونه هم درج شول.

د جون په دوه ويشتمه، شيعه او سني قومي مشرانو د حکومتي چارواکو سره جرګه وکړه. په جرګه کې پرېکړه وشوه چې نفرت خورونکو ته به سخته سزا ورکول کيږي. اوس چې حالات د معمول خواته روان دي، د کورمې خلک د بند شوي انټرنيټ بحالي غواړي.

په عربو کې میشت د خوار کلي یو مسافر محمد فاروق مشال راډیو ته وويل چې په کورمه کې د انټرنيت د بندیدو له وجې له خپلو خپلوانو سره ډير په مشکله، اړيکې ساتي. هغه له حکومت وغوښتل چې ژر تر ژره دې انټرنيټ په بشپړ ډول بحال کړل شي.

د کورمې انتظامي ملکي چارواکو په دې اړه مشال راډيو سره خبرې ونه کړي خو يو امنیتي چارواکي چې رسنيو سره د خبرو اجازه یې نه درلود، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې حکومت د امنيت ساتنې لپاره انټرنيټ بند کړی دی. د هغه په خبره اوسمهال پي ټي سي ايل انټرڼيټ کار کوي خو تري‌جي او فور جي انټرنيټ به لا نورې څو ورځې هم بند وي.

په ۲۰۱۶ کال کې هم حکومت د ضلعې عام ولس ته تري جي او فور جي انټرنیټ سهولت په ورکولو بندیز لګولی وو چې شپږ مياشتې وروسته د عدالت په حکم بحال شو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG