د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو ځنګله کې د اور وژنې هڅې روانې دي؛ د کورمې اور وژل شوی


د جون پر نهمه یو کارکوونکی د کورمې په ځنګله کې د اور وژنې هڅو پر مهال.
د جون پر نهمه یو کارکوونکی د کورمې په ځنګله کې د اور وژنې هڅو پر مهال.

د خیبر پښتونخوا د مومندو د سلالې د غرونو په ځنګله کې لګېدلی اور پر درېیمه ورځ هم بل دی چې چارواکو یې د وژنو هڅو ته دوام ورکړی دی. هلته د کورمې چارواکي وايي، د بنیامینو (بلیامینو) په ځنګله کې یې اور وژلی دی.

په مومندو کې د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بشارت خان د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، له باجوړ او چارسدې څخه هم د اور وژنې ډلې، د اېف سي سرتېري، د ځنګلونو د ادارې کارکوونکي او ځینې ځايي رضاکاران هم ځنګله ته ورغلي دي.

د ده په خبره، اور د جون پر اتمه د بايزیو تحصيل د انارګۍ، الينګار او ځړوبي (جړوبي) درې په سلاله غرونو کې لګېدلی چې د تېزو بادونو له کبله په خپرېدو دی.

بشارت خان وايي، په وروستیو کې د مومندو په ۱۷ بېلابېلو ځایونو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي ول چې حکومتي کارکوونکو او رضاکارانو ووژل. د دې اورونو لګېدو لاملونه لا نه دي په ډاګه شوي خو چارواکي وايي، پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.

د ژغورنې ادارې چارواکی تمه څرګندوي چې ژر به د سلالې په غره کې اور کنټرول کړي.

د شېرانیو په ځنګله کې اور ګڼې ونې وسوځولې - د مې ۲۱مې انځور.
د شېرانیو په ځنګله کې اور ګڼې ونې وسوځولې - د مې ۲۱مې انځور.

کورمه کې اور وژل شوی

په کورمه کې د ژغورنې ادارې چارواکي وايي، د بنیامینو (بلیامینو) په ځنګله کې یې اور وژلی دی. د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې یوه چارواکي اشتیاق حسین د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل، اور یې د حکومتي کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو په مرسته وواژه.

د ده په خبره، اور د جون پر شپږمه په ځنګله کې لګېدلی وو چې په درو ورځو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ کېلومیټره سیمې وغځېد.

تر دې یوه ورځ مخکې یوه انتظامي چارواکي فضل ودود مشال راډیو ته ویلي ول چې معلومه نه ده چې اور ولې ولګېد خو په وینا یې چې پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.

ځنګلونو کې د اورونو وروستۍ پېښې

په وروستیو کې د خيبر پښتونخوا د يوشمېر نورو سيمو، بلوچستان او د افغانستان د ځينو ختيزو ولايتونو په ځنګلونو کې هم اورونه ولګېدل چې ځينې يې کنټرول شوي او ځينې لا هم بل دي.

چارواکي وايي، اورونو د لوی مالي تاوانونو ترڅنګ خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده. د بلوچستان په پښتون مېشته ضلع شېرانۍ کې د ځڼغوزیو د ځنګله مالکانو مشال راډیو ته ویلي ول چې په مې میاشت کې لګېدلي اور یې د ګټې یوازینه سرچینه نېږدې له منځه وړې ده. دوی وايي، اور د شېراني په غره کې د شاوخوا دوو اوونیو اور د ځڼغوزیو د ځنګله لویه برخه سوځولې ده.

له دې پرته د جون په لومړۍ اوونۍ کې د ملاکنډ ډېوېژن په یوشمېر برخو کې په ځنګلونو کې اور ولګېد چې د سیمې اوسېدونکو په وینا، لوی تاوانونه یې ور په برخه کړل.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د جون پر څلورمه په يو بيان کې ويلي چې د ملاکنډ ډېوېژن د شانګلې په ګډون یې په مومندو، کوز دير او هريپور کې د اور لګېدو لاملونو معلومولو لپاره د تحقیقاتو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG