د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې په انکاري سيمو کې بيا د پولیو کمپاين پيل شو


یوې ماشومې ته د پولیو واکسین کيږي (تصویر له ارشيفه)
یوې ماشومې ته د پولیو واکسین کيږي (تصویر له ارشيفه)

د کورمې په دريوو ځايونو (مرغۍ چينې، ميرو کاڅي او مسعود اباد) کې د پوليو ضد بیړنی کمپاين پيل شوی دی.

د کورمې ضلعې د صحت ادارې مشر، محمد ادریس د مې په ۲۸مه مشال راډيو ته وویل چې په دې ځايونو کې خلکو ماشومانو ته له واکسینو کولو انکار کړی وو. د هغه په وينا د پاړه چمکنیو مشرانو د خپل احتجاج د ختمولو اعلان وکړ او له صحت محکمې یې د دوی پاتې شويو ماشومانو ته پولیو څاڅکو ورکولو غوښتنه وکړه.

چارواکی زیاتوي چې په دې ضلعه کې د مې په ۲۳مه د پولیو پنځه ورځنی کمپاین شوی وو خو له دوو زرو زیات ماشومان له پولیو څاڅکو بې برخه پاتی شوي وو. اوس هغوی ته د مې له ۲۸مې بيا دا واکسین ورکول پيل شوي دي.

له څه مودې راهیسې، د پاړه چمکنيو خلکو او مشرانو په خپل ځای کې له حکومته د سکول، پاکو اوبو او روغتون غوښتنه کوله. دوی د دې کارونو تر سره کولو لپاره د پوليو په کمپاين کې د ګډون په نه کولو سره پر حکومت فشار اچول غوښتل.

دوی ويلي وو چې تر څو ورته حکومت دې سهولتونو برابرولو ډاد نه وي ورکړی، تر هغه به پوليو واکسین ونه کړي. خو حکومت ويلي وو چې دغه سیمې لانجمنې دي نو دوی ځکه پکې ترقیاتي‌کارونه نه شي کولی.

ځايي مشر ملک لال اکبر د مې په ۲۸مه مشال ریډیو ته وويل: "زموږ غوښتنه لا هم نه ده پوره شوې خو له پولیو واکسینو انکار نور ښه کار نه دی ځکه چې موږ په دې پوه شو چې له دې به همدا زموږ ماشومان ناروغيږي."

په همدې حال کې د پاکستان د صحت وزارت پر خپله ويبپاڼه ليکلي چې د مې په ۲۷مه د ۲ نوو د پولیو مثبت کیسونو مخې ته تر راتګ وروسته، د ټول ګوزڼ وهلو ماشومانو شمير ۶ ته رسیدلی دی. دا ټول په شمالي‌وزیرستان کې دي.

پاکستان او افعانستان د نړۍ یوازیني هغه ملکونه دي چې د پولیو معذورونکی وایرس پکې موجود دی. دلته هر کال څو څو ځل د واکسینو کمپاينونه کيږي خو په ځينو سیمو کې د بې امنۍ او ځينو سیمو کې د انکاري خلکو له وجې دا کمپاينونه هغومره ماشومانو ته واکسین ونه شي چې دوی خپل هدف ټاکلې وي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG