د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د فرقه ییزو شخړو مخنيوي او امن لپاره جرګه بلل شوې


کورمې ته د ننوتو پر لاره د څپریو امنیتي پوسته او دروازه (انځور له ارشيفه)
کورمې ته د ننوتو پر لاره د څپریو امنیتي پوسته او دروازه (انځور له ارشيفه)

د کورمې مشران وايي، د جون پر ۲۲مه په سده کې په یوه جرګه کې د سیمې پر امنیت او د سنیانو او اهل تشیع ترمینځ د تاوتریخوالي کمولو لارې چارې سنجول کېږي.

په کورمه کې حالات د جون پر ۱۵مې نېټې تر هغې وروسته ترینګلي شول چې وسله والو یو ځايي ملک مومن خان منګل له دوو ملګرو سره یو ځای وویشت.

یو ځايي مشر ملک سلیم خان اورکزي د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، په جرګه کې د هدفي وژنو د مخنیوي، په جرمونو کې د ککړو کسانو د سرکوبۍ، د ځمکو د شخړو حل کولو او پر ټولنیزو رسنیو د کرکې وړ موادو د خپراوي مخنیوي په اړه بحث کېږي.

وفاقي وزیر ساجد حسین توري هم مشال راډیو ته وويل چې په جرګه کې پر ټولو اړخونو خبرې کېږي. "زموږ ترمینځ فیصله شوې وه چې ۱۵ ورځنۍ پلټنې به کېږي چې معلومه شي چې د ملک مومن خان وژنه د ذاتي دښمنۍ [نتیجه وه] او که [فرقه ییزه] وژنه ده؟ موږ به بیا هم کښېنو او له کومو خلکو سره چې زیاتی شوی دی، ټول به په یو اواز د هغوی د ملاتړ او د کورمې د امن خرابوونکو خلاف به اواز اوچتوو."

تازه راپورونه وايي، د پوځ، پولیسو او حکومت اعلا چارواکي هم وار له مخې سدې ته رسېدلي دي. له تېرو شپږو ورځو راهیسې د کورمې پر لویو لارو تګ راتګ نه کېږي او انټرنېټ هم تړل شوی دی.

د جون پر ۲۱مه، په کورمه کې د ولسي وګړو پر يو ګاډي په وسله وال بريد کې د ذیشان حيدر په نوم يو ځوان وژل شوی وو.

د علیزیو هسپتال روغتیایي يو چارواکي ډاکټر ارشد حسین مشال راډیو ته وويل دا پېښه د سدې پر بایپاس سړک سهار وختي پر داسې مهال شوې چې د سپرلیو ګاډی له پاړه چیناره د پېښور په لوري روان وو.

نوموړی زیاتوي په ګاډي کې شپږ کسان ناست ول خو پاتې پینځو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG