د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې سنیانو او شیعه ګانو پر خپلمینځي یووالي ټینګار کړی


جرګه پر داسې مهال شوې چې ټاکل شوې اهل تشیع د اګست پر نهمه د عاشورې ماتمې لاریونونه وکړي - پخوانی انځور.
جرګه پر داسې مهال شوې چې ټاکل شوې اهل تشیع د اګست پر نهمه د عاشورې ماتمې لاریونونه وکړي - پخوانی انځور.

په کورمه کې اهل تشیع او سني مشرانو او دیني عالمانو د خپلمینځي یووالي پرېکړه کړې او ویلي یې دي چې د مذهبي عقیدو پر سر کرکه نه زغمي.

هغوی دا فیصله د اګست پر درېیمه په پاړه چینار کې په حکومتي جرګه کې کړې ده. په جرګه کې شاملو دیني عالمانو وویل چې دا خورا اړینه ده چې خلک د یوبل د عقیدو درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست نهمه په پاکستان کې د محرم له ۱۰مې نېټې سره سمون خوري او پر هغه ورځ اهل تشیع ماتمي غونډې او لاریونونه کوي.

د سنیانو یوه عالم مولانا روح الله جرګې ته وویل چې "مذهبي منافرت او بې اتفاقي هېڅکله د هېچا په ګټه" نه تمامېږي.

د جرګې یوه بل غړي حاجي عابد حسین وویل، محرم الحرام "یوه مقدسه میاشت ده" چې د "قربانۍ، صبر او انساني اقدارو" درس ورکوي. ده زیاته کړه چې جرګې پر همدې خبرو "اتفاق" وکړ.

د اهل تشیع انجمن حسینیه مشر عنایت علي توري وویل، پر دې سربېره چې جرګې پر یووالي ټینګار وکړ خو حکومت دې د محرم د ماتمي غونډو امنیت لپاره له خپلې ذمه وارۍ "نه غافلېږي."

په همدې حال کې د کواټ ډېوېژن کمېشنر جاوېد مروت ویلي دي چې انتظامیې د عزادارۍ د لاریونونو او ټولو ماتمي غونډو امنیت لپاره کوټلي اقدامات کړي دي.

اهل تشیع په کورمه کې د جولای له ۳۱مې راهیسې د محرم ماتمي غونډې پیل کړې دي چې د اګست پر نهمه به لوی لاریون کوي او نورې غونډې به یې د اګست تر ۱۲مې روانې وي.

په هغه ضلع کې پخوا څو ځلې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي. همدا لامل دی چې د خیبر پښتونخوا حکومت په محرم کې هغه ضلع له امنیتي پلوه حساسه ګرځولې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG