جنوبي وزیرستان کې د ماینونو چاودنو پرضد پرلت پای ته رسېدلی دی

د سره روغې یوشمېر اوسېدونکو په ماین چاودنه کې د ماشوم تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو - د اپرېل ۱۸مې انځور.

د بر جنوبي وزیرستان په سره روغه کې د ځمکلاندې بمونو پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشرۍ احتجاجي پرلت پای ته رسېدلی دی.

د سروکۍ تحصیل د بلدیاتي ادارې چېرمېن شاه فیصل غازي د اپرېل پر ۱۸مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، د سیمې اوسېدونکو او د پي ټي اېم فعالانو تر هغې وروسته د پوځي برېګېډ ودانۍ مخې ته ناسته پای ته ورسوله چې انتظامیې یې د ماین پاکۍ د هڅو ګرندي کولو غوښتنه ومنله.

دی وايي، انتظامي چارواکو ورته ویلي دي چې په سیمه کې د ځمکلاندې بمونو پاکولو لپاره کاري ډلې جوړوي.

د غازي په خبره، دا ناسته د اپرېل پر ۱۶مه د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د یو ۱۳ کلن ماشوم تر وژنې وروسته پیل شوې وه.

د نوموړي په خبره، انتظامیې د وژل شوي ماشوم کورنۍ ته ۱۳ لکه روپۍ تاوان ورکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د اپرېل پر ۱۸مه پرلت ته ورغلی وو.

په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنو د مرګژوبلې په اړه معلومات غونډوونکی فعال عالمزېب مسید وايي، حکومت ته په کار ده چې هلته د ماین پاکۍ لپاره سمه پالیسي جوړه کړي.

دی وايي، په تېرو کلونو کې په سیمه کې د ځمکلاندې بمونو ۲۴۰ چاودنې شوې دي چې پکې شاوخوا ۲۵۰ کسان ژوبل شوي او تر ۵۰ پورې پکې وژل شوي دي.

مسید زیاتوي چې په هغو پېښو کې تر ټولو زیاته مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې ده.

د بر جنوبي وزیرستان انتظامي مشر اشفاق خان هم د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې پوځي برېګېډ هغې سیمې ته یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو لپاره ډله استولې ده.

د ده په خبره، هڅه کوي چې سیمه ژرترژره له ماینونو پاکه کړي ځکه چې په چاودنو کې نه یوازې د سیمې اوسېدونکو ته مرګژوبله اوړي بلکې پکې څاروي هم وژل کېږي.

اشفاق خان زیاتوي چې په جنوبي وزیرستان کې له یوشمېر کلونو راهیسې د ماینونو پاکولو بهیر روان دی چې اوس یې دوی ګړندی کوي.

دا هم وګورئ: د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي چې قبایلي سیمې دې له ماینونو پاکې کړي

د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې احتجاج پر داسې مهال شوی دی چې په وروستیو کې د پاکستان بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتنه وکړه چې په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه سمدستي پاک کړي.

هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان یا اېچ ار سي پي د اپرېل پر ۱۶مه پر ټوېټر په يو بیان کې ویلي دي چې په قبایلي سیمو کې له ماينونو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

هغې خپلواکه ناحکومتي ادارې په بیان کې په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو پر موجودیت او چاودنو سخته اندېښنه ښوولې وه.

د جنوبي وزیرستان تر څنګ په نورو قبایلي سیمو کې هم په تېرو کلونو کې د ځمکلاندې بمونو چاودنو مرګژوبله اړولې ده. د اپرېل پر لومړۍ نېټه پولیسو مشال راډیو ته ویلي ول چې دوه ماشومان هغه مهال د ماین په چاودنه کې ژوبل شول چې له ښوونځي څخه کور ته روان ول. تر دې یوه ورځ مخکې د مارچ پر ۳۱مه د خیبر په باړه کې هم یو ۱۳ کلن ماشوم د ځمکلاندې بم په چاودنه کې ژوبل شوی وو.

د قبایلي ضلعو اوسېدونکو او پښتون ژغورنې غورځنګ له کلونو راهیسې په بیا بیا د ماینونو د پاکولو غوښتنه کړې او په دې لړ کې یې مظاهرې هم کړې دي.

له دې پرته د قبایلي سیمو اوسېدونکو د ماینونو په چاودنو کې زیانمنو خلکو له حکومته د تاوان غوښتنې لپاره هم احتجاجونه کړي او په عدالت کې یې مقدمې هم دایرې کړې دي. د دې په ځواب کې د پېښور های کورټ پر چارواکو غږ کړی وو چې د معلوماتو تر لاسه کولو يا د ولس له خوا د ځای له ورښوولو سره سم دې کاروايي وکړي او ماینونه دې پاک کړي. عدالت د ۲۰۲۱ز کال په جون کې پر چارواکو غږ کړی وو چې د چاودنو ښکار خلکو کورنیو ته دې تاوانونه ورکړي.

دا هم وګورئ:

په شمالي‌وزيرستان کې وسله والو يو ځايي سیاسي فعال او ماين ۲ ماشومان ژوبل کړيپه خیبر کې يو ماشوم د ماین په چاودنه کې ژوبل شویپه جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپي کړی

په پاکستان کې د دوامداره سولې او پرمختیايي چارو سازمان (اېس پي اې ډي او) په نوم یو ناحکومتي سازمان د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې په خیبر پښتونخوا ، بلوچستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د ځمکلاندې بمونو ۱۱۸ چاودنې شوې وې چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لسګونه وګړي معذوره شوي ول. هغې ادارې تر اوسه د ۲۰۲۲ز کال په اړه رپورټ نه دی خپور کړی.

سازمان په رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ماینونو ۶۲، په بلوچستان کې ۵۲ او د اسلام اباد تر واک لاندې کشمیر کې څلور چاودنې شوې وې چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي او نیمه قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډېوېژن په ګډون په یوشمېر ښاري او کلیوالې سیمې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنۍ ښکار وې او پکې پوځي عملیات هم شوي دي.

له دې پرته په بلوچستان کې له لسیزو راهیسې د بلوڅ بېلتونپاله وسلوالو فعالیتونه او پرضد یې حکومتي عملیات روان دي او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر هم پخوا د ناامنۍ ښکار پاتې شوی دی چې له کبله یې هلته په یوشمېر برخو کې ځمکلاندې بمونه پراته دي چې په چاودنو کې د وګړو د مرګژوبلې سبب کېږي.

د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی. د پوځ پخواني ویاند جنرال بابر افتخار په وروستي ځل د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.

تر هغې وروسته هم پوځ او د قبایلي سیمو انتظاميو او پولیسو چارواکو په بیا بیا رسنیو ته ویلي دي چې هلته د ماین پاکۍ چارې روانې دي خو دا لا روښانه نه ده چې د اووه واړه قبایلي ضلعو څومره برخه تر اوسه له ځمکلاندې بمونو پاکه شوې ده. البته، انتظامي چارواکي وايي چې په هغو ټولو سیمو کې یې ځانګړې نښې لګولې دي چې پکې د ماینونو شتون امکان دی نو ځکه دې ځايي خلک هغو ځایونو ته نه ورځي.