پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب له ټي ټي پي سره اوربند وکړ

د تحريک طالبان پاکستان د مرکزي شورا غړی، عمر خالد خراسانی (انځور له ارشيفه)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي چې په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان او پاکستاني چارواکو ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ او لنډمهاله اوربند شوی دی.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د مې په ۱۸مه پر ټوېټر ليکلي چې په کابل کې ترسره شوي مذاکرات د دوی په منځګړتوب شوي او له دواړو خواوو هيله لري چې نرمښت وښيي او دا اوربند پسې وغځېږي. "د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو. د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د مې په ۱۷مه، يو پاکستاني چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته منلې وه چې د پېښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فېض حمید او ورسره نور لوړپوړي پوځي افسران کابل ته تللي‌ وو او د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره یې مذاکرات کړي دي.‌

دا مذاکرات په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو د وزیر سراج الدين حقاني او د دغه حکومت د استخباراتو د رییس مولوي وثیق په منځګړتوب شوي دي. تحريک طالبان پاکستان د دې راپور تر ليکلو پورې په دې اړه څه نه وو ويلي.

دا هم وګورئ: ليفټیننټ جنرل فیض حميد: ټي ټي پي دې له جګړې لاس واخلي

جنرل فېض حمید د پاکستان استخباراتي ادارې (ايي ایس ايي) مشر پاتې شوی دی. هغه تېره مياشت شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان ته د سفرونو په مهال د قومي مشرانو سره په خبرو کې ويلي وو چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال دې د سولې لار خپله کړي او د وسلې په ايښوولو دې خپلو سیمو ته راوګرځي.‌

پاکستان له تېر کال راهیسې د تحريک طالبان له مشرانو سره د قومي مشرانو او نېغ په نېغه د پوځي چارواکو له لارې مذاکرات کړي دي. په دې ترڅ کې پاکستان د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون د تحریک طالبان پاکستان ۱۰۰ قیدیان خوشي کړي دي.

خو کله چې مذاکرات ټکني‌ شول نو پاکستانيو الوتکو د اپريل په میاشت کې په خوست ولايت کې بمباري وکړه او سرچينو یې چې رسنيو ته یې نومونه نه دې اخیستې، وويل چې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو کورونه په نښه شوې دي.

خو ځايي‌ خلکو ويلي چې په دې حمله کې خوا او شا ۴۷ کسان وژل شوي وو چې ډېری یې د وزیرستان هغه کډوال وو چې په ۲۰۱۴ کال کې په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له وجې خوست ته کډه شوي وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په داسې حال کې د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي چې په شمالي وزیرستان کې حملې او نښتې دوام لري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې، ايي ايس پي ار د مې په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په بویا سیمه کې یې د تحريک طالبان پاکستان دوه قوماندانان وژلي دي. ټي ټي پي په دې اړه لا تر اوسه څه نه دې ويلي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان حکومت ولې له طالبانو سره خبرې کوي او ایا دا به نتيجه ورکړي؟