د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي چارواکي په ميرامشا کې د ۲ مشکوکو وسله والو د وژلو ادعا کوي


په میرامشا کې پاکستاني پوځيان د توپو ډزې کوي (تصویر له ارشيفه)

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي د مې په ۱۶مه، په میرامشا کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

دې پوځي چارواکي چې رسنيو سره د خبرو کولو اجازې نه درلودو له وجې یې نوم خپرول نه غوښتل، د مې په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې پوځيانو په محمد خېل لنډ سيداباد کې عمليات وکړل او دغه کسان یې ووژل.

پوځ د وژل شوو کسانو نومونه، راشيد جابر او عبدالسلام یاد کړي دي.

دوه ورځې مخکې د ميرعلي په عيدک سيمه کې پر امنيتي ځواکونو برید شوی وو چې ۳ سرتيري یې وژلي او درې ولسي وګړي یې ټپيان کړي وو. تر دې پېښې دوه ساعته مخکې وسله والو په ميرامشا کې د يو هوټل مخې ته په ناستو خلکو ډزې کړې وي او ۴ کسان یې وژلي وو. تر اوسه چا د دې حملو ذمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG