د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني طالبانو يو مهم غړی په کندهار کې وژل شوی


د افغانستان د کندهار ولايت نقشه
د افغانستان د کندهار ولايت نقشه

د افغانستان په کندهار ولايت کې يو طالب چارواکي ويلي چې تېره شپه ناڅرګنده موټرسايلکل سپرو وسله والو د تحريک طالبان پاکستان يو مهم غړی حکيم سندی وژلی دی.

دغه طالب چارواکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو په شرط د مارچ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې حکيم سندي په کندهار ښار کې د کابل بانک سيمې سره نيزدې د يوناني دوايانو يو دکان درلود.

د دغه چارواکي په وينا وژل شوی تن د پاکستان د سیند صوبې سره تعلق لري، يو وخت د لشکر جنګوي غړی وو چې بيا تحريک طالبان پاکستان سره ملګری شو. تر اوسه چا د دې بريد زمه واري نه ده منلې او نه هم تحريک طالبان پاکستان په دې اړه څه ويلي دي.

د تحريک طالبان پاکستان يو بل پخوانی غړی، مفتي محمد خراساني د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې په ننګرهار کې وژل شوی وو. پر هغه د تبر ګوزار شوی وو او لا تر اوسه معلومه نه شوه چې نوموړی چا وواژه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG