د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له هغو طالبانو سره غږیږو چې مذاکرات کول غواړي


د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

د پاکستان حکومت وايي، يوازې د هغو پاکستانيو وسله والو ډلو سره خبرې کوي چې مذاکرات غواړي.

د اکتوبر پر دویمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د تحريک انصاف غړی چودري فرخ الطاف چې د قامي اسمبلۍ د دفاع قايمه کمېټۍ غړی هم دی، له وسله والو ډلو سره د خبرو په اړه يې له ډېرو جزياتو ورکولو ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې لا هم حکومت په دې لړ کې حتمي پرېکړه نه ده کړې ځکه چې ځينې خلک او په ځانګړې توګه ترهګرۍ ځپلي د دې کار خلاف دي:

"په مرکه کې وزيراعظم ويلي چې له ځينو خلکو سره خبرې روانې دي.له ټولو سره خبرې نه دي روانې .داسې خو ډېرې ډلې دي نو يوازې له هغو وسله والو سره د افغان طالبانو په مرسته خبرې روانې دي چې څوک مذاکرات غواړي. موږ لا حتمي پرېکړه نه ده کړې ځکه چې د چا خپلوان ترهګرو وژلي نو هغوی وايې چې خبرې دې ونه شي ځينې بيا وايي چې کومې ډلې زياتې خطرناکې منصوبې نه لري نو له هغو سره دې خبرې وشي. نو که اکثريت له وسله والو سره د خبرو ملاتړ نه کوي نو پر دې موږ مخکې نه شو تلی."

دا په داسې حال کې ده چې که له يوې خوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د ترکي تلویزون ټي ار ټي سره په خبرو کې ويلي چې د پاکستاني طالبانو له ځينو ډلو سره خبرې کوي او دا د مفاهمت يو عمل دی نو بلخوا تر دې سمدستي وروسته د تحريک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په خپل يو بيان کې له حکومت سره د ډزبندۍ خبره رد کړې ده.

بلخوا د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې په خپلو وسله والو غږ کړی چې د اکتوبر له لومړۍ تر ۲۰ مې نېټې ډزبندي ده نو پر پاکستاني ځواکونو له بريدونو څخه دې ډډه وکړي.

په پېښور کې د سيمه ييزو چارو پوه شميم شاهد د اکتوبر پر دویمه مشال رېډيو ته وويل، ښکاري داسې چې له پاکستانيو طالبانو سره به د حکومت خبرې کاميابې شي:

"دا وروسته خبره ده چې څوک له حکومت سره خبرو ته کېني او کنه خو دا يوه پروژه وه چې په افغانستان کې افغان طالبان په حکومت کې راشي او هغه وشو نو اوس د پاکستانيو طالبانو ضرورت پاتې نه شو. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره د مرستې لپاره ساتل شوي وو. د دواړو سوچ او فکر يو شان دی."

شمالي وزیرستان کې پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي

جنوبي وزیرستان کې پوځ د ۱۰ وسله والو د وژلو ادعا کوي

په پاکستان کې د زیاتېدونکو وسله والو بریدونو وجوهات څه دي؟

په پاکستان دا تورونه دي چې په کابل کې يې د امريکا ملاتړي حکومت په ختمولو کې له طالبانو سره مرسته کړې خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

ملګرو ملتونو هم سږکال د جولای په میاشت کې په يو راپور کې ويلي ول چې د تحريک طالبان پاکستان په ګډون د يو شمېر نورو پاکستانيو وسله والو ډلو وسله وال په افغانستان کې موجود دي او له طالبانو سره یو ځای د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.

د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړی چودري فرخ الطاف دا تورونه رد کړل چې ګينې پاکستاني طالبان د دې هېواد رياست ساتلي وو او ویې ویل، ترهګري چې په کې د امنيتي سرتېرو په ګډون څه باندې ۷۰ زره پاکستانيان وژل شوي، ملک ته يې د اربونو روپو تاوان اړولی دی.

نوموړی وايي، د وسله والو پرضد عمليات روان دي او يوازې د ولس په خوښه به له هغو سره مذاکرات کوي چې څوک وسله ږدي او عادي ژوند ته راځي.

بلخوا په اسلام اباد کې د سيمه ييزو چارو پوه طاهر خان د اکتوبر پر دویمه مشال رېډيو ته وويل، که څه هم د عمران خان دا خبره سمه ښکاري چې د افغان طالبانو په مرسته له پاکستانيو طالبانو سره خبرې روانې دي خو د ده په خبره دا يو لوی چېلنج دی:

"تحريک طالبان پاکستان د حکومت لپاره لوی چېلنج دی او داسې ښکاري نه چې افغان طالبان به يې له خپلو فعاليتونو منې کړي. د ده په خبره ځکه چې دا ډله په فکري او هر ډول له افغان طالبانو سره يو شانوالی لري او په تېرو وختونو کې يې دوی ته پنا ورکړې. تحريک طالبان پاکستان هم د افغان طالبانو په څېر خپله جګړه جهاد بولي نو د دوی ټوپک کېښودو ته راضي کول اسان نه دي."

تحريک طالبان پاکستان چې اوس يې مشري نور ولي محسود کوي، د پاکستان حکومت پر ضد جنگېږي، د دوی په فکر دا حکومت د غربي نړۍ په خوښه کارونه کوي.

په ۲۰۰۷ز کال کې بيت الله محسود د دې ډلې بنياد کېښود. ياد پوهان وايي چې دا وخت په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان نه علاوه حافظ ګل بهادر ډله، لشکر اسلام، جماعت الاحرار او نورې يوشمېر د پاکستانيو طالبانو ډلې شتون لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG