د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن ګوندونه: له تحریک طالبان پاکستان سره دې مذاکرات د پارلمان له لارې وشي


په ۲۰۱۴ز کال کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند شاهدالله شاهد په یوه ناڅرګند ځای کې خبري کنفرانس کوي
په ۲۰۱۴ز کال کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند شاهدالله شاهد په یوه ناڅرګند ځای کې خبري کنفرانس کوي

پاکستان کې اپوزېشن ګوندونو د حکومت او ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمینځ پر مذاکراتو سختې نیوکې کړي دي.

د مخالفو سیاسي ګوندونو مشران وایي باید پر داسې حساسو مسلو په پارلمان کې بحث وشي او د هغې په رڼا کې دې فیصله وشي.

د نومبر پر اتمه د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د يو تړون له مخې له طالبانو سره د یوې میاشتې لپاره په ډز بندۍ سلا شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر د نومبر پر نهمه په یو خبري کنفرانس کې د تحریک طالبان سره د مذاکراتو تصدیق وکړ او زیاته یې کړه په هېواد کې د امن لپاره یې د دغه ډلې سره خبرې پېل کړي دي.

یاده دې وي چې د نومبر پر اتمه نېټه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني رسنيو ته په يو خپور شوي بیان کې د نومبر له نهمې څخه د ډېسېمبر تر نهمې پورې يې د ډزبندۍ اعلان کړی دی.

خو له کورمې ضلعې د پاکستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسېن توري له تحریک طالبان پاکستان سره د روغې جوړې له خبرو سره سخت مخالفت وښودلی او ویل یې چې، "تحریک طالبان پاکستان پخوا هم د ولس دښمنان ول اوس هم دي او بیا به هم وي."

نوموړي له مشال رېډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې یوازې د ده په حلقه کې تر څلورو نیمو زرو زیات کسان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي او چې حکومت له طالبانو سره مذاکرات کوي نو دی به هغو کورنیو ته څه ځواب ورکوي چې خپل نږدې کسان او خپلوان یې د ناامنۍ په پېښو او ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي ژوبل شوي او یا بې کوره شوي دي.

ساجد حسین توري زیاته کړه چې، د تحریک طالبان پاکستان ماضي څه ده، له هېواد سره يې څومره زیاتیانې کړي دي، په زرګونه کسان یې وژلي دي، پوځیان یې وژلي دي دا حکومت به د هغوی کورنیو ته څه ځواب ورکوي؟

د کورمې ضلعې د قامي اسمبلۍ دې استازي وویل، د ترهګرۍ ضد جګړه کې خو تر ټولو زیات قبایل تاواني شوي دي، بې کوره شوي دي، په زرګونه کوچنیان یې یتیمان شول، په زرګونه ښځې یې کونډې شولې، اقتصاد یې تباه شو، کورونه یې ړنګ شول، نو که حکومت داسې فیصلې کوي او ولسي استازي په اعتماد کې نه اخلي نو دوی ته دا فیصلې د منلو وړ نه دي.

پاکستان ولې د ټي ټي پي سره د سولې مذاکرات کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

همدا خبره د عوامي نیشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پارلماني مشر سردار حسین بابک هم کوي. د نوموړي په وینا مذاکرات پیلېدل بده خبره نه ده خو پوښتنه دا ده چې ریاستي ادارې داسې مسلې ولې له ولسه پټې ساتي. "پښتانه له تېرو ۴۵ کالونو راهیسې د ترهګرۍ او ناامنۍ له وجې په اور کې ولاړ دي، او د چا له لاسه چې ولاړ دي نو دا څوک دي، دوی ته فنډ څوک ورکوي څوک یې ورسوي، دوی له محفوظ ځایونه څوک ورکوي څوک ورله روزنه ورکوي دا ټولې خبرې ډېرې مهمې دي او ریاست یې ولې له پارلمانه پټې ساتي، باید دا فیصلې په پارلمان کې وشي چې ۲۲ کروړه ولس ترې خبر شي چې څه روان دي."

د پاکستان مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړی عباد الله خان هم وايي چې د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ په خبرو اترو پارلمان بې خبره ساتل شوی دی. دی زیاتوي چې دا خبره نه پارلمان ته راوړل شوې او نه پرې بحث شوی دی. په پارلمان کې د ۲۲ کروړه ولس استازي ناست دي نو باید پر دې هلته بحث وشي. دا خو د خلکو د ژوند او مرګ خبره ده او ډېره حساسه مسله ده. باید پر دې دا خبرې او بحث وشي چې له طالبانو سره ولې مذاکرات وشي او یا ولې ورسره و نه شي.

د اسلام اباد حکومت بیا دریځ دا لري چې له تحریک طالبان پاکستان سره به په خبرو کې هغه خلک، ټولنیز او ځایي مشران هم شاملوي چې ترهګرۍ ځپلي دي.

اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د نومبر پر نهمه په اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ریاست له تېرو ۲۰ کالونو راهیسې د وسلوالو خلاف عملیات وکړل او اوس وخت راغلی چې د خبرو له لارې یو حل ته ورسیږي:

"موږ داسې ګڼو چې دا یو شمېر ډلې دي، ریښتیا هم چې تحریک طالبان یوه ډله نه ده، په دې ډلو کې بېلا بېل خلک دي، خو دا ټول پاکستانیان دي او باید موږ دوی ته د مذاکراتو یوه موقع ورکړو، پرون تحریک طالبان په یو بیان کې د اوربند خبره کړې ده، نو جنګ خو ټول عمر نه شي کېدای او اوس چې په افغانستان کې حالات بدل شول او یو نوی حکومت راغی نو د افغانستان د نګران حکومت چارواکو موږ ته خواست کړی چې موږ د تحریک طالبان او د دوی ترمنځ د یو تړون لپاره له تحریک طالبان سره خبرې وکړو، او موږ داسې فکر کوو چې د افغانستان نوی حکومت په پاکستان کې امن غواړي."

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۴ز کال پر ۱۶م ډېسېمبر د پېښور پر ارمي پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان تر وسله وال برید وروسته د هغې ډلې پرضد عملیات اعلان کړل. هغه مهال ملا فضل الله د طالبانو مشر وو. اوسمهال نور ولي مسید د تحریک طالبان پاکستان مشر دی.

تحریک طالبان پاکستان په وروستیو کالونو کې د ارمي پبلک سکول پشمول د ګڼو ترهګرو حملو زمه واري منلې. پر ارمي پبلېک سکول په برید کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. د ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو کورنیو له دې وړاندې په پېښور او اسلام اباد کې له طالبانو سره د مذاکراتو خلاف احتجاجونه هم کړي دي.

بلخوا ساجد حسېن توری وایي د ترهګرۍ یا ناامنۍ په پېښو کې د وزیراعظم عمران خان یا د فواد چودري څوک مړه دي؟ چې طالبانو او یا هغو وسلوالو ډلو ته عامه معافي ورکوي چې پر ولسي کسانو د ګڼو ترهګرو حملو زمه واري یې منلې ده.

XS
SM
MD
LG