د لاسرسي ځای

تازه خبر

معظم جا انصاري: داعش خراسان د امنیت لپاره یو بیل خطر دی


د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر انسپکټر جنرل (ايي جي) معظم جا انصاري وايي. د صوبې د امنیت لپاره داعش خراسان وسله واله ډله هم د تحريک طالبان پاکستان په څېر يو خطر دی خو د ده په خبره دا خطر مختلف دی.

د پاکستان له شخصي تلویزون جيو سره د جنورۍ پر ۲۱مه، په يوه مرکه کې معظم جا انصاري وويل: "داعش خراسان ډلې ته زه د يو مختلف خطر په توګه ګورم ځکه چې دا دومره منظم نه ده، دومره انتظامي جوړښت نه لري، د دې مختلفې څانګې دي او د دې کوم داسې يو مشر هم نه شته چې ته يې غېر فعاله کړې يا ورسره مذاکرات وکړې. په مختلفو ځايونو کې يې مختلف خلک دي او د داعش خراسان پورې ځان تړي."

معظم جا وايي، د دوی تحقيقات ښيې چې په ۲۰۲۱ز کال کې وسله والې ډلې داعش خراسان په خېبر پښتونخوا کې يو حکيم ستنام سېنګ او بيا پرله پسې په مختلفو بريدونو کې څلور پوليسان ووژل او په پوليو ټيم يې هم حمله کړې وه.

نوموړی زیاتوي، داعش خراسان ډله په وړو وړو څانګو کې وېشل شوې چې يوه څانګه يې ختمه شي نو کېدای شي چې بله يې موجوده وي.

د سيمه ييزو چارو پوه سميع يوسفزی وايي، د تېر کال له ۱۵ اګست څخه چې افغان طالبانو افغانستان نيولی نو د داعش خراسان ډلې وسله والو پاکستان ته مخه کړې، ځکه چې يادې دواړه ډلې، د يو بل مخالفې دي.

سميع يوسفزي د جنورۍ پر ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل: " د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر دا خبره سمه ده چې داعش خراسان ډله د پاکستان پوليسو او امنيتي ادارو لپاره يو چېلنج ده."

د ده په خبره ځکه چې د دغې ډلې مشران په سيمه کې نه شته او وسله وال يې هم په دې وروستيو کې پاکستان ته راوختي او د دې هېواد له استخباراتي ادارو سره يې په اړه ډېر معلومات نه شته:

نوموړي وویل: " د پاکستان له استخباراتي ادارو سره د دوی په اړه ډېر معلومات نه شته دی او په پاکستان کې تنظیمي وجود هم نه لري نو ځکه د دې ډلې مخه نيول ګران دي او دلته بريدونه کوي نو ښکاري داسې چې دا د پاکستان لپاره د سر درد جوړېږي."

خو په پېښور کې خبريال او څيړونکی محمود جان بابر وايي، په پاکستان کې داعش خراسان ډله د تحريک طالبان هومره قوي نه ده.

په پاکستان کې داعش خراسان ډله د تحريک طالبان هومره قوي نه ده.
محمود جان

نوموړی وايي، دا ځکه په دې وروستيو کې چې څومره وسله والې حملې شوي، په هغو کې د زياترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې.

محمود جان د جنورۍ پر ۲۲مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل، د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر، داعش خراسان ډله ځکه خطرناکه بولي چې دې ډلې پروسږکال د پاکستان په ګاونډي هېواد افغانستان کې د غټو بريدونو ذمه واري اخستې.

هغه وايي:

"افغانستان کې چې پروسږکال کومې غټې چاودنې وشوې نو د هغو زمه واري داعش منلې وه. دغسې د پاکستان له پولې سره په افغانستان کې د داعش خراسان وسله والو موجودګۍ له کبله هم د پوليسو مشر دغه ډلې ته ډېر اهميت ورکوي."

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر داعش خراسان ډ‌له په داسې حال کې خطرناکه ياده کړې چې په دې وروستیو کې داعش ډلې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې په امنیتي سرتېرو، لږکيو او پوليو په ټيم د بريدونو ذمه وارۍ منلې دي.

د تېر کال د ډېسېمبر په وروستيو کې د پېښور ترهګرۍ مخنيوي پوليسو ویلي ول چې د دغې ډلې درې غړي يې وژلي دي.

مرکزي داعش ډله چې په عراق او شام کې موجوده ده، په ۲۰۱۴ز کال کې يې خپل خلافت اعلان کړ او له دې شاوخوا شپږ مياشتې پس يې خپله خراسان څانګه اعلان کړه . خراسان یو مهال د افغانستان او له دې سره د شاوخوا ځينو نورو سيمو پخوانی نوم وو.

XS
SM
MD
LG