د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکو او ولسي خلکو پر امنیت جرګه کړې


په وزیرستانونو کې له تېرو دوو لسیزو راهېسې امنیت خراب دی. د ارشیف انځور
په وزیرستانونو کې له تېرو دوو لسیزو راهېسې امنیت خراب دی. د ارشیف انځور

په شمالي وزیرستان کې پوځي مشرانو د ځايي ملکانو، ځوانانو او مخورو سره د سیمې پر امنیت او نورو چارو خبرې وکړې.

دا خبرې په میرامشا کې په یوه جرګه کې وشوې چې پکې د ترهګرۍ، هدفي وژنو او د بد امنۍ د مخنیوي په لارو چارو بحثونه وشول.

د جرګې یو ګډونوال او د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد مشر خلیل وزیر د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په دې جرګه کې د امنیت په چارو ډېرې خبرې وشوې، د پوځ مشرانو له خلکو وړاندیزونه وغوښتل چې څنګه وسله وال کسان دې ته رضا کېدای شي چې وسلې کېږدي او د عامو خلکو په شان ژوند تېر کړي؟

د خان مر جان په نوم یو بل ځايي ملک بیا مشال راډیو ته وویل چې د دې جرګې اصلي مقصد د سیمې د امنیت باوري کول او د هغې لپاره کوټلي ګامونه پورته کول وو.

په شمالي وزیرستان کې پوځي سرچینو د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په دې امنیتي جرګه کې د پوځ له غاړې میجر جنرال نعیم اختر او نورو اعلی چارواکو برخه واخېسته. یادې سرچینې مشال راډیو ته وویل، جنرال نعیم اختر د شمالي وزیرستان مشرانو ته باور ورکړ چې د سیمې د خلکو د امنیت لپاره پوځ کوټلي پلانونه لري او د هغوی د سر او مال ساتنه به په هر صورت کې کېږي.

نوموړي د وزیرستان مشرانو ته وویل، که وسله وال خپلې وسلې کېږدي او ځانونه پوځ ته تسلیم کړي نو ورسره به نرم چلن وشي او هغوی ته به هم دا موقع ورکړل شي چې د عامو ولسي خلکو په شان خپل ژوند تېر کړي.

په دې جرګه کې د پوځ او ځايي مشرانو ترڅنګ د ټولو سرکاري ادارو مشران او استازي هم ورغوښتل شوي وو. د جرګې یو غړی ملک رحمان الله وزیر وايي، د امنیت تر څنګ د سیمې د اقتصادي ودې لپاره هم ځايي مشرانو پوځ او حکومتي چارواکو ته وړاندیزونه وکړل.

په شمالي وزیرستان کې پوځي سرچینو مشال راډیو ته وویل، میجر جنرال نعیم اختر ورغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د اقتصاد د ښه کولو لپاره به هم یو لړ اقدامات کوي چې پکې پر غلام خان د تجارتي هلو ځلو لا نور زیاتول هم شامل دي.

پوځ د شمالي وزیرستان له مشرانو د وسله والو د رام کولو لپاره د مرستې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې تحریک طالبان پاکستان د حکومت پر ضد په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي دي.

د جنورۍ په ۲۶مه، د درې مسیدو مشرانو او پښتون ژغورنې غورځنګ مشال راډیو ته ویلي ول چې پوځ ورنه غوښتي چې د وسله والو طالبانو په تسلیمیدو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د درې مسيدو مشرانو جرګې يو مشر ملک سعيد انور د جنورۍ په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې کورکمانډر لیفټیننټ جنرل فېض حميد په ټانک کې له دوی او د جنوبي وزيرستان د قامي او صوبايي اسمبلۍ له استازو او ځوانانو سره په جرګه کې دا هم وويل چې په وزيرستان کې به په خلکو تشدد او هدفي وژنې په مکمله توګه بندې شي.

د جنورۍ په ۲۶مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزيب مسيد وويل چې کور کمانډر ته يې وويل چې له تحريک طالبان پاکستان سره دې په خپله په اييني چوکاټ کې دننه د سولې خبرې وکړي او د سيمې خلک دې پکې نه استعمالوي.

پاکستاني طالبانو له هغه لنډمهالي اوربند وروسته چې د پروسږکال په دیسمبر کې پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG