په نړۍ کې هر کال د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کېږي چې موخه یې د ښځو د حقونو په اړه اګهي او ورسره د ناانصافیو پر وړاندې غږ پورته کول دي.
ملګرو ملتونو سږ کال د دې ورځې موضوع "د ټولو ښځو او نجونو لپاره د حقونو، انصاف او عمل" باوري کول ټاکلي دي.
موږ د دې ورځې په مناسبت په افغانستان، ایران او اوکراین کې د هغو ښځو د ژوند بېلګې راخیستې دي پر سختو حالاتو سربېره خپلې راتلونکې ته هیله منې دي.
په هغو جګړه ځپلو او نرواکه ټولنو کې حاکمو نظامونو پر ښځو بېلابېل فشارونه راوستي، خو هغوی په هر حالت کې لاس په کار دي او تسلیم شوې نه دي.
افغان ښځې بېساری توپیر ګالي، خو غلې نه دي ناستې
په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره وضعیت تر نورو هېوادونو ډېر خراب دی. هغوی له خپلو شاوخوا ټولو لومړنیو حقونو څخه بې برخې شوې دي.
طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زدکړو منع کړې او ورپسې یې د ښځو لپاره د پوهنتونونو او لوړو زدکړو دروازې هم وتړلې.
طالبانو داراز ښځې په ناحکومتي موسسو کې له کاره منع کړې او په حکومتي ادارو کې یې هم د هغوی د کار په ګډون ورباندې د اجباري حجاب، له محرم پرته پر سفر او یوشمېر نورو برخو کې محدودیتونه وضع کړي دي.
دې ټولو محدودیتونو او بندیزونو سربېره فرشته په پټه نجونو ته تعلیم ورکوي.
نوموړې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال د پوهنتون د لومړي کال محصله وه چې پر تعلیم یې تر بندیز وروسته نجونو ته د تدریس پرېکړه وکړه.
هغه وایي، دا کار یې ځکه پيل کړ چې ځان ته هیله ورکړي او لا هم فکر کوي چې " دا وضعیت بدلېدای شي او زموږ ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانیستل کېدای شي."
ملګري ملتونه وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې ۲.۲ مېلیونه افغانې نجونه له شپږم ټولګي پورته له زدکړو بې برخې شوې دي. هغه سازمان خبرداری ورکړی چې که پر زدکړو بندیز همداسې دوام وکړي نو دا شمېر به په ۲۰۳۰ز کال کې څلور مېلیونه ته ورسي.
فرشته وایي، د تدریس له بهیره خپله هم ګټه پورته کوي او ډېر څه زده کوي.
نوموړې په پټه یوه ډله نجونو ته ریاضي، انګلېسي (انګرېزي) او نور مضامین ورزده کوي.
هغه وایي که طالبان پوه شي، نو ټولګی به یې وتړي.
فرشته وایي، ځایي خلک، او په تېره هغوی چې د نجونو تعلیم غواړي، یې د هڅو ملاتړ کوي.
د هغې په خبره یوه زدکوونکې یې حامله یا امېدواره ده خو لا هم د تعلیم هوډ لري او ټولګي ته ورځي.
فرشته وايي یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې ښوونځي باید پرانیستل شي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) په نړۍ کې د بشري حقونو په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې تېر کال طالبانو د "ښځو او نجونو پر حقونو" محدودیتونه او بندیزونه لا زیات کړل.
په افغانستان کې له ښوونځي او پوهنتونه بې برخې شوې ډېری نجونه له روانې ستونزو او ځینې یې د جبري ودونو له ګواښ سره مخامخ دي.
طالبانو په بیا بیا ویلي چې "د شریعت په چوکاټ" کې یې نجونو او ښځو ته حقونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت وايي، د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ګڼ شمېر نور اسلامي علما بیا د طالبانو حکومت تورنوي چې له اسلامي نصوصو سخت تعبیر او تفسیر لري او وایي دوی د تحصیل په ګډون د نجونو د ډیرو اسلامي حقونو مخه دپ کړې ده.
ایرانۍ ښځې د بې عدالتیو پر ضد درېدلې دي
د ایران اوسېدونکې رها، چې په مستعار نوم یې له مشال راډیو سره خبرې کولې، وایي نن سبا په داسې وضعیت کې ده چې نه پوهېږي څه احساس لري.
هغه پر ایران د اسراییلو او امریکا تر ګډو بریدونو څو ورځې وروسته له تهرانه په لنډه انټرنېټي اړیکه کې موږ ته وویل " تسلیمېدو ته لیواله نه ده."
رها وایي، ورځې یې د جګړې په وېره کې تېرېږي، او د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.
د خامنه یي تر مشرۍ لاندې ایراني رژیم ۳۵ کاله ښځې د اجباري حجاب له قانون، تبعیض او لکه څنګه چې ملګرو ملتونو هم ویلي، د اعتراض په صورت کې له ځورونو او وهلو سره مخامخ وساتلې.
رها وایي، د خامنه یي وژنې ورته هېڅ ځانګړی احساس نه دی ورکړی - نه ښادي او نه هم غم. "هغه مړ شو، خپله یوه هیله یې پوره کړه، خو زموږ هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې، هغه هېڅکله ځواب ویونکی نه وو."
هغه وایي، دا مهال د ایران او ایرانیانو راتلونکې ته اندېښنه لري.
ایران چې شاوخوا ۹۳ مېلیونه نفوس لري، په تېرو میاشتو کې له ګڼو پېښو سره مخامخ شو. هلته د ۲۰۲۵ز د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې او پکې د بشري حقونو د ډلو په وینا زرګونه کسان ووژل شول.
تر دې وروسته اسراییلو او امریکا د تېرې میاشتې په پای کې پر ایران حملې پیل کړې چې لا هم دوام لري. په ځواب کې تهران هم پر اسراییلو او په خلیجي هېوادونو کې پر امریکايي تاسیساتو او نورو ودانیو او بېخبنا (انفراسټرکچر) حملې کړې دي.
رها د هغو ښځو له ډلې وه چې د تهران سړکونو ته وتلې، په لاریونونو کې یې برخه اخیستې او په وینا یې، په ځینو سیمو کې د سړیو مظاهرچیانو پرتله د ښځو شمېر زیات وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۲ز کال کې هم په ایران کې ښځې د مظاهرو په لومړیو قطارونو کې وې.
هغه لاریونونه د یوې ۲۲ کلنې ایرانۍ نجلۍ مهسا امیني تر وژلو وروسته پیل شول.
۲۲ کلنه مهسا امیني د ۲۰۲۲م کال د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پولیسو د حراست پرمهال وژلې شوې وه. هغه د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه چې وروسته د حراست پر مهال مړه شوه. هغه مهال د هغې کورنۍ تور پوری کړی وو چې مهسا امیني د پولیسو تشدد له وجې وژل شوې خو پولیسو ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.
د هغې د وژنې پرضد د مظاهرو پر مهال د "ښځې، ژوند، ازادۍ" په نوم خوځښت وزېږېد.
رها وایي، اوس عمومي ژوند بدلون کړی دی او ګڼې ښځې له حجاب پرته بهر ګرځي.
د هغې په خبره، داسې فکر کوي چې په مبارزه کې یوازې نه ده او اوس لوڅ سر ګرځي خو څوک ورسره کار نه لري.
هغه زیاتوي، د ایران د اسلامي جمهوریت ښايي ختم شي او دا چې په دې چاره کې د خلکو، په ځانګړې توګه، د ښځو مظاهرو مهم رول درلود.
اوکراین کې ښځو د جګړې میدان ته دانګلي
اوکراین، چې پکې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې د روسیې جګړه روانه ده، ښځې یې تر ټولو زیاتې قربانیانې دي.
په هغه هېواد کې هم ښځې پر ټولو ستونزو سربېره ناخوالو ته تسلیم شوي نه دي او د هېواد په دفاع کې یې له سړیو سره برخه اخیستې.
کترینا زارمبو چې یوه اوکراینۍ څېړونکې، لیکواله او د څلورو ماشومانو مور ده، اوس د جګړې په ډګر کې ډاکتره ده.
هغه د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو کې د جګړې تر پیلېدو وروسته له اوکراینه ووته، خو لږه موده پس د یوې ژغورونکې او مرستندویې په توګه هېواد ته ستنه شوه.
هغه اوس له خپل پوځ سره اوږه په اوږه کار کوي. هغې مشال راډیو ته وویل: "له همغه اوله سره مې فکر کاوه چې زما ځای په جګړه کې دی، د جګړې پیل کې مې لور ډېره وړه وه، ما نورې ښځې هم ولیدې چې ځواکونو سره په جګړه کې مرسته کوي، زه هم متوجه شوم چې بله لاره راته نه ده پاتې."
د زارمبو مېړه هم د اوکرایني پوځ ملاتړ دی، خو زیاتوي چې مشرانو ماشومانو ته یې د دې خبرې منل سخت ول چې مور یې د جګړې لیکو ته ستنه شي.
نوموړې وایي، ماشومان باید په خبرو نه، بلکې په عمل لویان شي چې "وروسته زموږ دا کار درک" کړي.
د اوسلو د سولې چارو څېړنیز مرکز وایي، په ۲۰۲۵ز کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۷۶ مېلیونه ښځو د یوې مرګونې جګړې په ۵۰ کیلومیټرۍ کې ژوند کاوه.
د زارمبو په څېر د اوکراین ډېریو ښځو د جګړې له پیلېدو راهیسې بشردوستانه چارو ته مخه کړې، د ښځو د حقونو ملاتړ او له هېواده یې د ماشومانو د اخراج مخالفت کړی دی.
د تېر کال ارقام ښيي چې په اوکراین کې شاوخوا ۷۰،۰۰۰ ښځې په وسلوال پوځ کې خدمت کوي.
زارمبو وایي، اوس نه شي کولی تصور وکړي چې بېرته به لیکوالۍ ته مخه وکړي او د عمر تر پایه به د جګړې د ډګر ډاکټره او یوه مور او ښځه پاتې شي.
هغه د جګړې په لیکو کې له روغتیایي کار سره همهاله په انلاین ډول د طب زدکړې هم کوي.
هغې او نورو فعالانو د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د عدالت لپاره مبارزه قرباني غواړي.