د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو سرمنشي په اوکراین کې د سمدستي، بشپړ او غير مشروط اوربند غوښتنه تکرار کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش په فرانسه کې يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش په فرانسه کې يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو سرمنشي په اوکراین کې د سمدستي، بشپړ او غير مشروط اوربند غوښتنه تکرار کړې ده.

انتونیو ګوتېرش د فبرورۍ پر ۲۳مه په اوکراین کې د سمدستي، بشپړ او غیر مشروط اوربند غوښتنه د یوې عادلانه، تلپاتې او جامع سولې پر لور د لومړي ګام په توګه تکرار کړه.

پر روسيې د اوکراين د يرغل د څلورمې کلیزې په مناسبت، چې د فبرورۍ ۲۴مه ده، د ملګرو ملتونو سرمنشي په يو بيان کې وویل چې دا کړکیچ "زموږ پر اجتماعي شعور باندې یو داغ او د سیمه يیزې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو ګواښ" دی.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ځواکونو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي.

په همدې حال کې د جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرې هم روانې دي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG