مېکولا مېلېشکو د اوکراین د دونېڅک ښار اوسېدونکی دی. هغه وايي د ۲۰۲۵ز کال په جون میاشت کې یې په کور د روسیې لخوا توغول شوی توغندی ولګېد چې په نتیجه کې یې مېرمن او زوی ووژل شول
اوکرایني چارواکي وايي، روسیو ځواکونو د هغه هېواد په خارکیف سیمه کې پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د روسیې په ډرون برید کې لږ تر لږه پینځه تنه وژل شوي دي. چارواکو وویل، د جنورۍ ۲۷مې برید پر مهال په اورګاډي کې شاوخوا ۲۰۰ کسان سپاره ول. د مشال راډيو د اوکراینۍ څانګې له ویډیو لنډ رپورټ وګورئ.
د اوکراین په زپورېژیا کې د اسونو یو فارم دی چې څو وارې د روسیې په بریدونو کې په نخښه شوی دی. د فارم چلوونکي وايي، اوس د واورو له وجې اسونه بند پاتې دي چې د بریدونو ښکار کېدو له خطر سره مخامخ دي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډيو جوړ رپورټ.
نوې ويډیوګانې ښیې چې د جنورۍ پر اتمه د ایران امنیتي ځواکونه پر مظاهرچیانو مخامخ ډزې کوي، په کورونو ننوځي او خلک وهي ټکوي او نیسې یې. د بشري حقونو امریکا مېشتی سازمان هرانا وايي چې په مظاهرو کې د ۴،۵۰۰ کسانو وژل کېدل تاييد کړي او ښايي دا شمېر لا زیات شي. د مشال راډیو د خبر د مرکزي له ویډیو جوړ رپورټ.
روسیو ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه د اوکراین پر اودېسا سیمې حملې کړې دي چې پکې لږ تر لږه یو کس ژوبل شوی دی. چارواکي وايي، په حملو کې د استوګنې یوې ودانۍ په ګډون شخصي او کاروباري ځایونه او د انرژۍ پیدا کولو مرکز په نخښه شوی دی. د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په تهران کې د جنورۍ پر ۱۱مه له یوې مرده خانې بهر لسګونه جسدونه پراته ول چې په اړه یې ویل کېږي چې د حکومت پرضد د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي. فردا راډیو په خپل یوه پلټنیز راپور کې موندلي چې امنیتي ځواکونو پر مظاهرچیانو مستقیمې ډزې کړي دي. د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډيو جوړ راپور.
د ایران په سوېل ختیز ښار کرمان کې د مظاهرو یو عیني شاهد وايي، امنیتي ځواکونو د احتجاجیانو د ځپلو لپاره له تاوتریخوالي ډک عملیات پیل کړي دي. د مشال راډيو ایرانۍ څانګې له هغه سره خبرې کړې دي. موږ د امنیتي لاملونو پر اساس د هغه نوم او غږ بدل کړی دی. په دې اړه د فردا راډیو له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
په ایران کې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوی لاريونونه ترسره کېږي. د هېواد په يوشمېر ښارونو، ښارګوټو او د پلازمېنې تهران په بېلا بېلو سیمو کې خلک سړکونو ته راوتلي دي. خو د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د جنورۍ پر نهمه وویل چې هغه به "پر شا نه شي."
روسیې د جنورۍ پر اتمه او نهمه د اوکراین پر غربي سیمو او مرکز کییف لویې حملې کړې دي چې پکې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي. د مشال راډيو د اوکراینۍ څانګې او رویټرز اژانس له ویډيوګانو جوړ رپورټ.
نور وښیئ