د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني کې شاوخوا دوه نیم لاکه ایرانیانو د ایراني حکومت پرضد مظاهره کړې

د جرمني په مونشن کې د فېبرورۍ پر ۱۴مه د ایراني حکومت پرضد د ترسره شوي احتجاج برخه وال.
د جرمني په مونشن کې د فېبرورۍ پر ۱۴مه د ایراني حکومت پرضد د ترسره شوي احتجاج برخه وال.

د جرمني پولیس وايي، د بایرن ایالت په مرکز میونېښ (مونشن) کې شاوخوا ۲۵۰،۰۰۰ کسانو د ایراني حکومت پر ضد مظاهره کړې ده.

دا په اروپا کې د ایران د زورواکه چارواکو د مخالفانو تر ټولو لوی احتجاج بلل کېږي.

د فبرورۍ ۱۴مې مظاهره د "د جهاني اقدام ورځې" په نوم د هغو لاریونونو برخه وه چې پر ۱۹۷۹ز کال د اسلامي انقلاب پر مهال د ګوښه شوي وروستي پاچا زوی رضا پهلوي اعلان کړې دي.

نوموړی د ایراني حکومت د ګڼو جلاوطنه مخالفانو له ډلې یو دی چې د میونېښ د مظاهرې ګډونوالو یې په لوړ غږ او نعرو هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د فېبروۍ له ۱۳مې تر ۱۵مې د جرمني په مونېښ یا مونشن کې امنیتي کانفرنس جوړ شوی دی.

تمه کېده چې په میونېښ امنیتي کنفرانس کې دا ځل د اوکراین او روسیې جګړه او د ایران حالات په اړه د خبرو اترو لویه موضوع وي.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګه "فردا راډیو" وايي، له میونېښ پرته د امریکا په لاس اېنجلس او کاناډا کې هم په تهران کې د واکمنو پر وړاندې لاریونونه شوي دي.

د میونېښ مظاهرې ته له ټولې اروپا خلک ورغلي ول. هغوی په جنورۍ کې په ایران کې پر مظاهرچیانو د حکومت خونړیو بریدونو غصه کړي دي.

په ایران کې د مظاهرو په مشهوره شوې ترانه (زه لا ژوندی یم)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې او پکې د بشري حقونو د ډلو په وینا زرګونه کسان ووژل شول.

په اروپا، امریکا او کاناډا کې مظاهرې پر داسې مهال شوې دي چې د فردا راډیو په خبره، ټاکل شوې چې د واشنګټن او تهران استازي راتلونکې اونۍ د عمان په مینځګړتوب د سوېټزرلینډ (سوېس) په جېنیوا کې د خبرو دویم پړاو ته کښېني.

د سوېټزرلینډ د بهرنیو چارو یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې حکومت یې تل د دواړو هېوادونو ترمینځ د مذاکراتو لپاره اسانتیاوو پیدا کولو ته تیار دی.

په همدې حال کې رویټرز اژانس ویلي دي چې ټاکل شوې د دواړو هېوادونو د استازو ترمینځ خبرې د فبرورۍ پر ۱۷مه پیل شي. هغوی تر دې مخکې د فبرورۍ پر شپږمه د عمان په پلازمېنه مسقط کې مذاکرات کړي ول.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په وروستیو کې ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي پروګرام او وسلو په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن خپلې جنګي بېړۍ له هغه هېواد سره په شاوخوا اوبو کې ځای پر ځای کړې دي.

XS
SM
MD
LG