د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر موضوع د بحث لپاره غونډه کوي


د ملګرو ملتونو یوې لوړپوړې چارواکې ویلي دي چې په راتلونکو اوونیو کې بحثونه پیلوي- انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو یوې لوړپوړې چارواکې ویلي دي چې په راتلونکو اوونیو کې بحثونه پیلوي- انځور له ارشيفه

ملګري ملتونه وايي، په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان د حالاتو په تړاو نړیواله غونډه جوړوي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه به هم پکې بحثونه وشي.

د هغه سازمان مرستیالې امینې محمد د اپرېل پر ۱۸مه، د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال وویل چې په هغه ناسته کې به د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون وکړي. "په راتلونکو دوو اوونیو کې به بحثونه وکړو. دا به د نړۍ او سیمې د هېوادونو د استازو لومړنۍ ناسته وي چې د ملګرو ملتونو مشر به پکې ګډون کوي. د دې غونډې له جوړېدو زموږ تمه د هغو لومړنیو لارو چارو موندل دي چې پرې د طالبانو د رسميت په اړه بحث وکړو. ایا دا ممکنه ده؟ نه پوهېږم، خو دا بحث باید وشي. طالبان د رسمیت پېژندنې غوښتونکي دي او دا پر دوی زموږ د فشار وسیله ده."

تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې هم د پرځول شوي جمهوري حکومت سفیران د افغانستان استازیتوب کوي.

د افغان ښځو لپاره د کاناډايي مېرمنو په نوم یوې ټولنې له ملګرو ملتونو او د هغه سازمان له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې طالبان دې په رسميت نه پېژني.

هغې ټولنې پر ټوېټر په يو بیان کې ويلي چې طالبانو افغان ښځې ځپلي او د میلیونونو افغانانو پر بشري حقونو یې تېری کړی دی.

یوشمېر افغانان هم ورته غوښتنه لري او وايي، په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره غونډې جوړوي.

د ننګرهار اوسېدونکې نرګس مشال راډيو ته وویل، "دوی (ملګرو ملتونو) تل د طالبانو د حکومت د کړنو خلاف غږ پورته کړی او د طالبانو هغه پرېکړې چې د ښځو د کار او زده‌کړو د بندیز په اړه دي غندلي یې دي. موږ [یعنې] افغان مېرمنو ته دا هېڅکله د منلو وړ نه‌ ده چې ملګري ملتونه د هغه ډلې یا حکومت د رسمیت پېژندلو هڅه وکړي چې تر اوسه پورې همدوی ورته یوه ترهګره ډله ویله."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته داخل شول او د افغانستان جمهوري حکومت یې ړنګ کړ. هغوی تر هغه وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او همداراز په غيرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. ښځو ته د جبري مخ پټولو او له کوره له محرم پرته د نه وتلو امر هم شوی دی. طالبانو د اپرېل پر پينځمه د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د افغان مېرمنو پر کار بندیز عملي کړ.

د اپرېل پر ۱۸مه ملګرو ملتونه وویل چې که طالبان افغان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي نو چمتو دي چې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتونکې" پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (يو اېن ډي پي) تنظيموونکي اخیم سټاینر اسوشیېټیډ پرېس اژانس ته ويلي چې د ملګرو ملتونو چارواکي له طالبانو سره د هغه امر څخه استثنا اخیستو په اړه په خبرو بوخت دي چې افغانانې له هغه سازمان سره له کار کولو منع کوي.

هغه وویل، طالبانو افغان ښځو ته د ځينو کارونو کولو اجازه ورکړې ده. د اپرېل پر ۱۸مه ملګرو ملتونو په یو راپور کې وويل چې د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصاد سمبالولو لپاره ښځينه کارکوونکو ته ډېره زیاته اړتيا ده.

ملګرو ملتونو ويلي چې د طالبانو د دې فیصلې په غبرګون کې د هغه سازمان د هرې پرېکړې ذمه واري به په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت وي.

خو طالبانو نړيوال فشارونه رد کړي دي. د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد ويلي چې د دې محدوديتونو د ليرې کولو لپاره یې د نړيوالو غوښتنې رد کړې او وايي دا پرېکړه د افغانستان داخلي مسله ده.

XS
SM
MD
LG