د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو پر طالبانو د نيول شویو فعالانو د خوشې کولو غږ کړی دی


طالبان په کابل کې د ښځو د لاريون د منتشرولو لپاره هوايي ډزې کوي. د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمپر ۲۸مې انځور
طالبان په کابل کې د ښځو د لاريون د منتشرولو لپاره هوايي ډزې کوي. د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمپر ۲۸مې انځور

ملګرو ملتونو د مارچ پر ۲۹مه په يو بیان کې پر طالبانو غږ کړی دی چې د بشري حقونو نيول شوي فعالان دې خوشي کړي.

سازمان په اعلاميه کې د تعلیم فعال مشر مطیع‌الله ویسا د برخلیک په اړه اندېښنه ښوولې ده. طالبانو د مارچ پر ۲۷مه نېټه ويسا له خپل کوره نيولی وو. د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه چاپ شوي بیان کې د سازمان وياند جيریمي لارېنس ویلي چې دوی د طالبانو له خوا د بشری حقونو د فعالانو او خبريالانو نيولو او هغوی په حراستي مرکزونو کې ساتلو اندېښمن کړي دي.

نوموړی پر طالبانو غږ کړی چې په غير قانونی توګه نيول شوي ټول کسان دی خوشي کړي. "بايد هغه خلک په هيڅ صورت ونه نيول شي چې د خپلو یا د نورو د حقونو دفاع کوي."

مطیع‌الله ویسا د "قلم لار بنسټ" مشر دی چې له تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانيستلو او د تعليم عامولو لپاره مبارزه کوي. نوموړی په تېرو یوشمېر کلونو کې د افغانستان بېلابېلو کليو ته تللی او د تعلیم په اړه یې د اګهۍ په برخه کې کار کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، ویسا یې د "مشکوکو کړنو" په تور نیولی دی او ورڅخه پلټنې روانې دي. "ده په خپلسري ډول ځینې غونډې جوړولې، بې له دې چې مقامات په جریان کې واچوي، داسې اقدامات یې درلودل چې پاروونکي بلل شوي دي نو د هغې لپاره د څېړنو په موخه توقیف شوی دی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې دغه راز ویلي، د یو شمېر نورو نيول شویو خبریالانو او فعالانو د برخلیک هم نه دی معلوم چې په اړه يې اندېښمن دي.

ادارې د نيول شويو فعالانو نومونه نرګس سادات، زکریا اصولي، سلطان علي ضیایي، خیرالله پرهر او مرتضی بهبودي یاد کړي دي.

اخوا د بخښنې نړیوال سازمان کې د افغانستان د څانګې څېړونکي زمان سلطاني د مارچ پر ۲۹مه مشال ته وویل، طالبان خپل هر مخالف ځپي.

نوموړي وويل: "موږ د دې شاهدان یو چې طالبان هر ډول مخالفه غږ او هر ډول نیوکه په تاوتریخوالي سره ځوابوي. هغه کسان چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، طالبان یې نیسي، زنداني او ان شکنجه کوي یې."

طالبانو د مارچ پر ۲۵مه هم فاطمه محمدي، ملالۍ هاشمي او رقیه ساعي د نجونو د تعلیم په اړه د لاريون پر مهال نيولې وې. د دې ترڅنګ د یوه بل فعال رسول پارسي د نیولو راپورونه هم خپاره شوي دي.دوی درې ښځې د ضمانت په بدل کې خوشې کړې دي.

طالبانو تراوسه پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د بخښنې نړیوال سازمان څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو طالب چارواکيو بېلا بېلو رسنیوته ويلي چې نظام يې حق لري هغه کسان ونیسي او ورڅخه پوښتنې ګروېژنې وکړي چې په ادعا یې "مشکوکه فعالیتونه" لري. خو دوی د "مشکوکه فعاليتونه" نه تشريح کوي او نه يې هم د خپلې ادعا په ملاتړ کوم ثبوت وړاندې کړی دی.

د افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې مشرې ترنم سعیدي په روانه اوونۍ کې مشال راډیو ته ويلي ول، هغه کسان چې له بنده ازادېږي، خپل فعالیتونه پای ته رسوي ځکه طالبان د چوپ پاتې کېدو ضمانت ترې اخلي.

XS
SM
MD
LG