د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم پر حکومت د منظور پشتین د خوشې کولو او د امنیت ټينګښت غږ کړی دی


د جنورۍ پر ۱۴مه د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول.
د جنورۍ پر ۱۴مه د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین په ګډون د نورو ملګرو د خوشې کولو او په پښتون مېشته سیمو کې د امنیت ټینګښت غوښتنې کړې دي.

د جنورۍ پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا بنو احتجاجي غونډې ته د غورځنګ ګڼ مخکښه مشران، غړي او سلګونه پلویان ورغلي ول.

د غورځنګ یو مخکښ مشر حنیف پشتین مشال راډیو ته وویل چې لومړی یې غوښتل چې په ملت پارک کې جلسه وکړي، خو پولیسو ورته اجازه ور نه کړه نو ځکه یې بیا د ډېګري ون کالج ودانۍ مخې ته د ورغونډېدو پرېکړه وکړه خو هلته یې هم پرې نه ښوول.

د پي ټي اېم مخکښان وايي چې پولیسو ورته په دې دلیل اجازه ور نه کړه چې انتظامیې په بنو کې د قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه نافذه کړې ده.

د هغې مادې له مخې، د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.

د جنورۍ پر ۱۴مه چې پولیسو د غورځنګ د فعالانو او پلویانو مخه ونیوله نو هغوی د بنو د خبریالانو مخکې ته احتجاجي لاریون وکړ او هلته یې جلسه وکړه.

په بنو کې پولیسو د پي ټي اېم د فعالانو او پلویانو مخه نیولې. پولیس وايي، په ښار کې د قانون ۱۴۴مه ماده نافذه ده ځکه د غونډو اجازه نه شي ورکولای - د جنورۍ ۱۴مې انځور.
په بنو کې پولیسو د پي ټي اېم د فعالانو او پلویانو مخه نیولې. پولیس وايي، په ښار کې د قانون ۱۴۴مه ماده نافذه ده ځکه د غونډو اجازه نه شي ورکولای - د جنورۍ ۱۴مې انځور.

د جلسې په ځای کې د بنو پولیسو او انتظامیې چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، مشال راډیو ته وویل چې انتظامیې په ښار کې د امنیت خراب وضعیت ته په کتو د قانون ۱۴۴مه ماده نافذه کړې نو ځکه یې د غورځنګ پلویان په ملت پارک او د کالج مخې ته جلسې ته پرې نه ښول.

دوی وویل پر هغې سربېره د پي ټي اېم کسانو لاریون او غونډه وکړه چې پولیسو ورسره کومک وکړ او د هغوی د امنیت دنده یې ترسره کړه.

حنیف پشتین له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د جلسې موخه د خپل مشر منظور پشتین په ګډون د نورو زنداني ملګرو، نور الله ترین، عید رحمان وزیر، زکیم وزیر او ګیله من پشتین د خوشې کولو او په سیمه کې د امنیت غوښتنه کول ول.

نوموړي وویل چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده چې باید یې مخه ونیول شي.

د جلسې نورو ویناوالو هم په خیبر پښتونخوا کې پر زیاتېدونکې ناامنۍ اندېښنه وښوده.

د پي ټي اېم د بنو مشر حاجي عبدالصمد په خپله وینا کې وویل چې په بریدونو کې ولسي وګړي او پولیس وژل کېږي.

ده وویل، پولیس هم د ځايي خلکو "عزیزان دي" او چې هغوی وژل کېږي نو د پښتنو "په کلیو کې ویرونه وي."

صمد له وسلوالو طالبانو هم وغوښتل چې پر پولیسو دې بریدونه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې تېره اوونۍ په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو په درو جلا، جلا حملو کې تر ۱۰ زیات سرتېري ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.

چارواکو لا د غورځنګ د جلسې د ګډونوالو او ویناوالو د غوښتنو او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۱مه په پېښور کې پولیسو ته په وینا کې ویلي ول چې وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي او پرضد به یې مبارزه روانه وي.

په همدې حال کې پوځ او د خیبر پښتونخوا پولیس هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پي ټي اېم له حکومته د منظور پشتین خوشې کولو غوښتنه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

د بنو جلسه پر داسې مهال شوې ده چې د غورځنګ مشر د جنورۍ له څلورمې راهیسې د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې د پنجاب د جهلم په زندان کې بندي دي.

د پشتین وکیلان وايي چې د جهلم انتظامیې د هغه د نیولو او بندي کولو امر کړی وو چې دوی یې پر ضد عدالت ته درخواست ورکړ چې قاضي رد کړ.

غورځنګ پر پشتین لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په ایین کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

د پي ټي اېم مخکښه غړي وايي چې د جنورۍ پر څلورمه چې عدالت په وروستۍ مقدمه کې پشتین ته ضمانت ورکړ او هغه د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه خوشې کېده نو د پنجاب پولیسو ونیوه او له ځان سره یې یووړ. د هغوی په وینا، وروسته معلومه شوه چې پشتین یې د جهلم زندان ته انتقال کړی دی.

پر منظور پشتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره. تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه. البته د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت د غورځنګ د بهرني تمویل په قضیه کې د پشتین د ضمانت درخواست منظور کړ.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

XS
SM
MD
LG