د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم: منظور پشتين د پنجاب په جهلم کې زنداني شوی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين ـ پخوانی انځور
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين ـ پخوانی انځور

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي چې د هغوی مشر منظور پشتين د پاکستان د پنجاب صوبې جهلم ضلعې ته وړل شوی او هلته زنداني شوی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې د عدالت لخوا په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته پوليسو پشتين له اډيالې زندانه "ناڅرګنده" ځای ته وړی وو.

د پي ټي اېم يو مخکښ ادريس پشتين نن (د جنورۍ پر پينځمه) مشال راډيو ته وويل چې منظور پشتين په جهلم کې زنداني شوی دی، خو د نوموړي په وينا پوليسو لا تر اوسه د پشتين پرضد مقدمه نه ده په ډاګه کړې.

د پنجاب پوليسو تر اوسه د پشتين د نيولو او د هغه پرضد د مقدمې په اړه څه نه دې ويلي او نه يې هم نوموړی عدالت ته وړاندې کړی دی.

تر دې وړاندې ادريس پشتين مشال راډیو ته ويلي وو چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په زيات شمېر کې له اډيالې زندانه د منظور پشتين د خوشې کېدو او د هغه د هرکلي لپاره ورغلي ول، خو د نوموړي په وينا د پنجاب پوليسو پشتين له زندانه د ناڅرګند مقام پر لوري په خپلو ګاډو کې بوتلی.

نوموړي زياته کړې چې غورځنګ به د وکيلانو له ډلې سره تر سلا مشورو وروسته يو اقدام کوي.

د پاکستان يو نوموتي خبريال اعزاز سيد پر خپله اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړې چې پکې ښکاري چې پوليسو منظور پشتين په خپله ګاډي کې کښېنولی دی او د پي ټي اېم د پلويانو پر احتجاج سربېره هغه يو ناڅرګند لوري ته انتقالوي.

دا تر هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر څلورمه، په اسلام اباد کې يو عدالت د بهرني تمویل په اړه مقدمه کې هم د پشتين ضمانت منظور کړ.

د تحقیقاتو وفاقي‌ ادارې (اېف ای اې) په قضیه کې پر پشتين تور پورې کړی وو چې غورځنګ یې له بهره پیسې ترلاسه کوي خو د پشتين يو وکيل ايمل خان مندوخېل مشال راډيو ته وويل چې په څلورمه مقدمه کې يې هم پر موکل لګېدلي تورونه بې بنياده ثابت شول.

د جنورۍ پر څلورمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي حاجي صمد تر عدالتي اورېدنې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د منظور پشتين خلاف په اسلام اباد کې نورې مقدمې نه شته او اسلام اباد های کورټ د جنورۍ پر درېيمه پوليسو ته امر کړی دی چې پشتين دې نور نه نيسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين د جنورۍ پر څلورمه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي وو، که د اسلام اباد د پولیسو مشر د اسلام اباد های کورټ پر امر سربېره د منظور پشتين خلاف څه کاروايي وکړه، نو دا به "د عدالت سپکاوی" وي.

نوموړي د جنورۍ پر پينځمه پر خپله اېکس پاڼه يو ليک خپور کړی چې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۲۹مه د پنجاب پوليسو د مشر لخوا د پاکستان کورنيو چارو وزارت ته ليکل شوی او د هغه په وينا وروسته اسلام اباد های کورټ ته وړاندې شوی وو. په ليک کې راغلي چې د منظور احمد پشتين خلاف د لاهور په ګډون د پنجاب په هېڅ تاڼه کې درج شوې مقدمه نه شته.

پر منظور پشتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره. تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه.

د منظور پشتين او د پي ټي اېم د ځينو نورو غړيو د نيولو پرضد د جنورۍ پر پينځمه د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه کې د غورځنګ سلګونو پلويانو احتجاجي مظاهره وکړه.

پر دې مهال د غورځنګ مشرانو وويل چې منظور پشتين په غیر قانوني طریقه ګرفتار کړل شوی دی. د هغوی وينا وه، تر څو چې منظور پشتين او د پي ټي اېم نور نيول شوي غړي نه وي خوشې کړل شوي، احتجاجي مظاهرې به يې روانې وي.

د جنورۍ پر پينځمه د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پي ټي اېم پلويان احتجاج کوي.
د جنورۍ پر پينځمه د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پي ټي اېم پلويان احتجاج کوي.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم د منظور پشتين پر ګرفتارۍ "اندېښنه" څرګنده کړې ده. د کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر اکبر خان د جنورۍ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان رياستي ادارې په پرلپسې توګه د بشري حقونو سرغړونې کوي.

نوموړي زياته کړه "د رياستي ادارو لخوا [د منظور پشتين د نيولو] عمل د بشري حقونو خلاف دی. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بشري حقونو پر دې سرغړونو خپله اندېښنه په وار وار څرګنده کړې ده او له رياسته غوښتنه کوي چې د قانون مطابق عمل وکړي."

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

XS
SM
MD
LG