د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم مرکزي کمېټې غړی فرمان وزیر په عدالتي ریمانډ زندان ته لېږدول شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال فرمان اختر وزیر د اکتوبر په ۱۳مه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې پولیسو نیولی دی.

د یاد غورځنګ یو فعال عادل شاه مشال راډیو ته وویل، فرمان اختر وزیر د کوزه جنوبي وزیرستان د پولیسو لخوا نیول شوی دی. فرمان عادل وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی دی.

د واڼه ښار د پولیسو د تاڼې اېس اېچ او ربنواز مشال راډیو ته وویل، په فرمان اختر وزیر باندې درې اېف اې ار کټ شوي دي.

د پي ټي اېم غړی عادل شاه وايي، د هغوی په ملګري له ملک سره د بغاوت تورونه لګول شوي کوم چې د هغه په وینا غلط دي. نوموړی وايي پي ټي اېم د پاکستان د ایین لاندې د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

پولیس وايي فرمان اختر وزیر د اکتوبر په ۱۴مه په ټانک کې عدالت ته وړاندې کړل شو. د هغه وکیل عبدالرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل، د ټانک عدالت فرمان اختر وزیر په جوډیشل ریمانډ د ټانک زندان ته لېږلی دی.

د پي ټي اېم غړي وايي، هغوی د روان کال د اګست په ۱۸مه په اسلام اباد کې جلسه کړې وه چې له هغې وروسته پولیسو د هغوی د غړو نیول شروع کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر په ۱۳مه په میرامشا کې مظاهره وکړه چې پکې یې له حکومت او امنیتي ادارو نه غوښتنه وکړه چې د هغوی نیول شوي ملګري دې خوشې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه ده چې د هغوی نیول شوي ملګري عید رحمان وزیر، زکیم وزیر، ګیله من وزیر او نور دې ازاد کړل شي. د دې تر څنګ دوی په سیمه کې د امنیت، په قدرتي وسایلو د خپل اختیار، د لادرکه کسانو په عدالتونو کې د وړاندې کېدو او له افغانستان سره په تجارت کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG