د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتين د اسلام اباد عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته پولیسو ته سپارل شوی


منظور پشتين یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال- انځور له ارشیفه
منظور پشتين یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال- انځور له ارشیفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین د ډېسېمبر پر اوومه په اسلام اباد کې يو عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته پولیسو ته سپارل شوی دی.

د منظور پشتين وکيل مصدق خټک مشال رېډيو ته وويل چې عدالت منظور پشتين پوليسو ته د اووه ورځنیو پلټنو لپاره وسپاره.

د هغه په وينا، عدالت وويل چې د پشتين جسماني تحویل ځکه ورکوي چې نوموړي د روان کال د اګست پر ۱۸مه له اسلام اباد سره نېږدې په ترنول سيمه کې جلسې ته د وينا پر مهال "د رياست ضد خبرې" کړې وې.

د خټک په وينا، عدالت ته يې وويل چې تش په تقريرونو څوک پوليس ته په جسماني رېمانډ نه شي سپارل کېدای. هغه زیاتوي چې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت خلاصېدو وخت سهار نهه بجې وو خو د پشتين لپاره له وخته مخکې اته بجې خلاص شوی وو.

تر دې مخکې د غورځنګ مشرانو مشال رېډيو ته ويلي ول چې د ډېسېمبر شپږمه يې ټوله ورځ د اسلام اباد په بېلابېلو عدالتونو کې تېره کړه او باور یې وو چې د دوی نيول شوی مشر به عدالت ته ولېږدول شي خو داسې و نه شول.

دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله نوموړی احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د منظور پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې ده چې د ده ساتونکو پر پوليسو ډزې کړې دي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د اطلاعاتو يو مسوول اغا زبیر شاه د ډېسېمبر پر څلورمه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دغه تور رد کړ او و یې ویل چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې دي.

هغه مشال راډیو ته وویل چې د پشتين موټر "اته، نهه ډزه" لګېدلی دی. د چمن د مرستیال کمېشنر زهېب کبزي په وینا، پشتين د ډېسېمبر پر شپږمه د اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی وو.

په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عطا الله جان وايي چې حکومت د منظور پشتين د نيولو لپاره هغه لارې خپلوي چې په ايين او قانون کې نه شته.

دی وايي چې حکومت له وسلوالو سره خبرې اترې کوي خو چې څوک د امن لپاره کار کوي هغه نيسي او مقدمې پرې جوړوي. "اول يې د منظور پشتين پر موټر ډزې وکړې او بیا یې ونیوه. د ده ګرفتاري هم غيرقانوني ده او عدالت ته نه پېش کول يې هم غير قانوني دي. دا قانون دی چې نيول شوی کس به په ۲۴ ګنټو کې عدالت ته وړاندې کېږي."

د غورځنګ غړو او پلویانو د د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد د ډېسېمبر پر پینځمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي ول خو په ځینو ځایونو کې پر غونډو د بندیز له وجې احتجاج ته پرې نه ښوول شول او ځينې يې پوليسو ونيول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ډېسېمبر پر پينځمه پر حکومت غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ضد دې ریاست دا ډول چلند ودروي. کمېشن پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې "پي ټي اېم هېڅکله تشدد نه دی کړی" او په سوله ییز ډول خپل حقونه غواړي. کمېشن د پشتين د نيولو په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی. پاکستانيو پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

پشتين دريځ لري چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګټورې نه دي نو ځکه پرې نيوکې کوي. بلخوا پي ټي اېم دريځ لري چې هغوی د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG