د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي د ناامنۍ جلا، جلا پېښو کې ۵ سرتېري او ۷ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


په بلوچستان کې د پاکستان امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې د پاکستان امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ او رسنۍ وايي چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په یوه بمي چاودنه او عملیاتو کې پینځه سرتېري او اووه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د جنورۍ پر ۱۴مه د پوځ د بیان په حواله ویلي دي چې د شنبې (خالي) پر ورځ د بلوچستان په کېچ سیمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې پینځه سرتېري وژل شوي ول.

د اژانس په خبره، پوځ ویلي دي چې د سرتېرو ګاډی په بلیده سیمه کې روان وو چې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو،. بیان وايي تر هغې وروسته د سرتېرو او وسلوالو ترمینځ "سخته نښته" وشوه چې پکې پینځه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

د پوځ پر ګاډي د برید او نښتې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په بلوچستان کې له لسیزو راهیسې بېلتونپالې ډلې فعاله دي چې وخت پر وخت پر امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو د حملو ذمه وارۍ مني.

تر دې مخکې په سیمه کې یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل شوي ول.

د بلوچستان نګران وزيراعلا او کورونو چارو صوبايي وزير په جلا جلا بيانونو کې پر پېښه خواشيني څرګنده کړې ده.

د بلوچستان کېچ سيمه ايران پولې ته څيرمه ده چې زياتره د بلوڅانو قبيلي په کې مېشتې دي. له تېرو دوو لسيزه راهيسي هلته امنيتي وضع خرابه ده.

تر دې یوه ورځ مخکې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یو بل بیان کې وویل چې سرتېرو یې د خیبر پښتونخوا په دوو سیمو کې د عملیاتو پر مهال څلور مشکوک وسلوال وژلي دي.

پوځ په بیان کې ویلي دي چې سرتېرو د شمالي وزیرستان په میرلي کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول.

پوځ وايي چې پر هم هغه ورځ یې د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې له پولیسو سره ګډ عملیات وکړل چې پکې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول.

پوځ دا نه ده روښانه کړې چې هغو مشکوکو وسلوالو په کومې ډلې پورې تړاو درلود او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

ای اېس پي ار البته په بیان کې زیاته کړې ده چې وژل شوي وسلوال د امنیتي ځواکونو پر ضد په "ګڼو فعالیتونو" او داراز، له خلکو څخه د باج اخیستو او د هدفي حملو په پېښو کې ککړ ول.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې تېره اوونۍ په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو په درو جلا، جلا حملو کې تر ۱۰ زیات سرتېري ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.

خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۱مه په پېښور کې پولیسو ته په وینا کې وویل چې وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي او پرضد به یې مبارزه روانه وي.

XS
SM
MD
LG