د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت منظور پشتين يو ځل بیا د ۲ ورځنیو پلټنو لپاره پولیس ته سپارلی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين یو پخوانی انځور
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين یو پخوانی انځور

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين يو ځل بیا د دوه ورځنیو پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

د غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين د ډېسېمبر پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه ليکلي چې منظور پشتين عدالت ته وړاندې شو خو د ضمانت پر ځای بیا پولیسو ته وسپارل شو.

ادریس پشتين زیاته کړې، "د ځنډ دا طریقې به یې له مبارزې په شا نه کړي."

د ډېسېمبر پر ۲۶مه، د اسلام ترهګرۍ ضد عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د منظور پشتین ضمانت منظور کړی وو خو وروسته یې هغه په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره.

تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له املهځنډېدلې وه.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې نښانې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG