د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت په څلورمه مقدمه کې د منظور پشتين ضمانت منظور کړ


د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل کې منظور پشتين په لاهور کې د یوې جلسې په مهال
د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل کې منظور پشتين په لاهور کې د یوې جلسې په مهال

په اسلام اباد کې یو عدالت په څلورمه مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتین ضمانت منظور کړی دی.

د پشتين وکيل اېمل خان مندوخېل د جنورې پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه د غورځنګ د بهرني تمویل په اړه وه چې قاضي شاه رخ ارجمند واورېده او د پشتين ضمانت یې منظور کړ.

د تحقیقاتو وفاقي‌ ادارې (اېف ای اې) په قضیه کې پر پشتين تور پورې کړی وو چې غورځنګ یې له بهره پیسې ترلاسه کوي خو مندوخېل وايي چې پر موکل یې لګېدلي تورونه بې بنياده دي.

په ټولو مقدمو کې تر ضمانت وروسته روښانه نه ده چې پولیس به منظور پشتین کله خوشې کړي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين پر اېکس چې پخوا ټوېټر وو ليکلي چې که د اسلام اباد د پولیسو مشر د ضمانت باوجود هم د منظور پشتين خلاف څه کاروايي کوي، نو هغه به غیرقانوني وي.

پر منظور پشتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره. تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG